د افغانستان د نولس كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډله تېر مازيګر هېواد ته راورسېده او د حامد كرزي نړيوال هوايي ډګر كې يې د كركټ بورډ د يو شمېر مسوولينو او د كركټ مينه والو لخوا تود هركلى وشو.
د افغانستان د نولس كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډله تېر مازيګر هېواد ته راورسېده او د حامد كرزي نړيوال هوايي ډګر كې يې د كركټ بورډ د يو شمېر مسوولينو او د كركټ مينه والو لخوا تود هركلى وشو.
دې ملي لوبډلې هند ته د خپل سفر په موده کې د زمبابوې د نولس كلنو د كركټ لوبډلې څخه د سياليو لړۍ وګټله او د نيپال ملي نولس کلنه لوبډله يې هم ماته کړه.
د کرکټ بورډ اجرايوي رئيس شفيق الله ستانکزي وويل، چې ملي نولس کلنو لوبغاړو د هند سفر په ترڅ کې پياوړو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د نړيوال جام سياليو لپاره خپل هراړخيز چمتووالى په ډاګه کړ.
د هغه په وينا، د سياليو ترڅنګ، ملي نولس کلنې لوبډلې هراړخيز تمرينات هم ترسره کړل او له سترو ارادو او پوره چمتووالي سره د نړيوالو سياليو ډګر ته درومي.
هېره دې نه وي، چې د روانې مياشتې په ترڅ کې به د نولس كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډله د نولس کلنو په نړيوال جام سياليو کې د ګډون لپاره بنګله دېش ته ولاړه شي.


