دښار جوړونې وزير سيد منصور سعادت نادري ديوه پلاوي په ملتيا پکتيا ولايت ته د سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د ګردېز ښار لپاره به ماسټر پلان جوړوي.
همدا شان نوموړي په خپلو خبرو کې ژومنه وکړه، چې دمامورينو او ښوونکو لپارهد طرحه شوي ښارګوټي چاري به پيلوي او د صنعي پارک د جوړېدو هڅې به کوي.
همدارنګه نوموړي د ښاري ژوند ښه والي په برخه کې يو لړ نورې ژمنې هم وکړې. دښار جوړونې وزير سيد منصور سعادت نادري ديوه پلاوي په ملتيا پکتيا ولايت ته د سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د ګردېز ښار لپاره به ماسټر پلان جوړوي.
همدا شان نوموړي په خپلو خبرو کې ژومنه وکړه، چې دمامورينو او ښوونکو لپارهد طرحه شوي ښارګوټي چاري به پيلوي او د صنعي پارک د جوړېدو هڅې به کوي.
همدارنګه نوموړي د ښاري ژوند ښه والي په برخه کې يو لړ نورې ژمنې هم وکړې.
د پکتيا والي نصرت الله ارسلا ديادو چارو د پيل په باره کې خوښي وښوده او زياته يې کړه،چې د يادو ښار ګوټو په جوړولو سره به د ګردېز د اوسېدونکو يو لړ ستونزې هوارې شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی د ښارجوړونې له وزېر سره د شهيدانو او معلوملينو، ښوونکو او مامورينو د ښارګوټو ستونزه شريکه کړې او هڅه به يې دا وي، چې د ښار جوړونې د وزارت له مشرتابه سره په همغږي به دا چارې په مخ وړي.
ياده دې وي، چې ګردېز هم د هيواد د يو شمېر نورو ښارونو په څېر له ګڼو ښاري امکاناتو بې برخې دی، چې اوسېدونکو يې په وارونو، واورونو د ماسټر پلان د عملي کېدو غوښتنې کړې دي خو دا لومړی ځل دی، چې يو لوړ پوړی چارواکی په دې برخه کې ژمنه کوي.


