د پاکستان د بلوچستان ايالت په کويټه ښار کې نن سهار يوه درنه چاودنه شوې ده.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، چاودنه د کويټې ښار په سټلايټ ټاون کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ مرکز مخې ته شوې، چې په ترڅ کې يې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
په وژل شويو کې اته تنه يې پوليس ښودل شوي دي. د پاکستان د بلوچستان ايالت په کويټه ښار کې نن سهار يوه درنه چاودنه شوې ده.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، چاودنه د کويټې ښار په سټلايټ ټاون کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ مرکز مخې ته شوې، چې په ترڅ کې يې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
په وژل شويو کې اته تنه يې پوليس ښودل شوي دي.
د کويټې پوليسو ويلي، چې ښايي دا يو ځانمرګى بريد وي، خو تر اوسه پورې يې د بڼې په اړه ضد او نقيض راپورونه ورکړل شوي دي.
روغتيايي چارواکو ويلي، د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى او وېره يې څرګنده کړې، چې ښايي د وژل شويو کسانو شمېر لوړ شي.
تر اوسه د چاودنې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.


