ads

ايران په فارس خليج كې د امريكا د دوه كښتيو ۱۰ كسيزه عمله نيولې

ايراني سمندري ځواكونو په فارس خليج كې د امريكا دوه كښتۍ او د يوې ښځې كارمندې په ګډون يې د كښتيو ۱۰ كسيزه عمله نيولې ده.پنټاګون پېښه تاييد كړې ده او ويلي يې دي دغو دواړو كښتيو سره د كويت او بحرين په سمندري ساحه كې اړيكه پرې شوې وه او اوس د دواړو كښتيو […]

نویسنده: TKG
23 مرغومی 1394
ايران په فارس خليج كې د امريكا د دوه كښتيو ۱۰ كسيزه عمله نيولې

ايراني سمندري ځواكونو په فارس خليج كې د امريكا دوه كښتۍ او د يوې ښځې كارمندې په ګډون يې د كښتيو ۱۰ كسيزه عمله نيولې ده.
پنټاګون پېښه تاييد كړې ده او ويلي يې دي دغو دواړو كښتيو سره د كويت او بحرين په سمندري ساحه كې اړيكه پرې شوې وه او اوس د دواړو كښتيو لس كسيزه عمله له ايراني ځواكونو سره بندي ده. ايراني سمندري ځواكونو په فارس خليج كې د امريكا دوه كښتۍ او د يوې ښځې كارمندې په ګډون يې د كښتيو ۱۰ كسيزه عمله نيولې ده.
پنټاګون پېښه تاييد كړې ده او ويلي يې دي دغو دواړو كښتيو سره د كويت او بحرين په سمندري ساحه كې اړيكه پرې شوې وه او اوس د دواړو كښتيو لس كسيزه عمله له ايراني ځواكونو سره بندي ده.
چارواكو ويلي، دغه نيول شوي كسان په روزنيز مشن وتلي وو خو د كښتيو د خرابوالي له كبله د ايران سمندري حدودو ته ننوتي دي.
د امريكا خارجه وزير جان كري ويلي، تهران ژر تر ژره د دغو كسانو د ور خوشې كولو ډاډ وركړى دى او ويلي يې دي نيول شوې عمله له دوى سره خوندي ده.
د ايران خارجه وزير جواد ظريف په دې اړه له جان كري سره په يو ټليفوني تماس كې ويلي، نيول شوې عمله به امريكا ته ژر وسپاري، خو امريكايي چارواكو ويلي، ژر تر ژره د دې كار امكان نه ليدل كېږي.
د فارس نيوز اژانس په قول دغه په دوه كښتيو كې سپاره لس امريكايان د ايران حدودو ته يو كيلومټر ننوتي او د جاسوسۍ لپاره ورغلي وو چې ځينې د جاسوسۍ وسايل ورسره نيول شوي هم دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA