د چين حكومت امر كړى چې د پنځه سوه زره ډالرو په لګښت جوړه شوې د دغه هېواد د ملت د بابا ماوزى تنګ تر ټولو لوړه او زرينه مجسمه ونړوي.
العربيه اژانس د چينايي چارواكو له قوله وايي، دا مجسمه ځكه نړول كېږي چې دروونكو يې د مجسمې د نصبولو لپاره اجازه نه درلود او هم د مجسمې د جوړولو پر مهال د چين له حكومت څخه د دې كار لپاره لايسنس نه و ترلاسه شوى.
چينايي چارواكو ويلي، كوم ګروپ چې غوښتل دا مجسمه ورغوي، په چينايي دولت پورې يې هېڅ اړه نه لرله بلكې په خپل سر يې د مصر د ابولهول په تقليد كټ مټ د ماوزى تنګ ۲۴ متره لوړه دنګه مجسمه درولې وه. د چين حكومت امر كړى چې د پنځه سوه زره ډالرو په لګښت جوړه شوې د دغه هېواد د ملت د بابا ماوزى تنګ تر ټولو لوړه او زرينه مجسمه ونړوي.
العربيه اژانس د چينايي چارواكو له قوله وايي، دا مجسمه ځكه نړول كېږي چې دروونكو يې د مجسمې د نصبولو لپاره اجازه نه درلود او هم د مجسمې د جوړولو پر مهال د چين له حكومت څخه د دې كار لپاره لايسنس نه و ترلاسه شوى.
چينايي چارواكو ويلي، كوم ګروپ چې غوښتل دا مجسمه ورغوي، په چينايي دولت پورې يې هېڅ اړه نه لرله بلكې په خپل سر يې د مصر د ابولهول په تقليد كټ مټ د ماوزى تنګ ۲۴ متره لوړه دنګه مجسمه درولې وه.
دې مجسمې ته د سرو زرو قلعي يا د سرو زرو د اوبو پوښ وركړل شوى و چې د چارواكو په وينا دې داسې تاثر وركاوه چې ګواكې ماوزى تنګ د چين مالدارترين رهبر و، په داسې حال كې چې ماوزى په اصلي ژوند كې د خپل كلي تر ټولو غريب سړى و.
د هغه پلويان وايي، ماوزى ټول عمر په بې وزلۍ كې تېر كړى او ا وس چې هغه په نړۍ كې نشته نو هېڅوك اجازه نه لري چې دومره قيمتي مجسمه يې جوړه كړي.


