د پروان چارواكي وايي، په دغه ولايت كې به خلكو ته د پاكو اوبو رسولو لپاره ۹ ميليون ډالري داسې پروژه عملي كړي چې له مخې به يې د مركز د اوسېدونكو د اوبو ستونزې تر پنځوسو كلونو پورې حل شي.
چارواكي وايي، دا لويه پروژه د پروان په چاريكار كې عملي كېږي او زرګونه كورنيو ته به ترې پاكې اوبه ورسول شي. د پروان چارواكي وايي، په دغه ولايت كې به خلكو ته د پاكو اوبو رسولو لپاره ۹ ميليون ډالري داسې پروژه عملي كړي چې له مخې به يې د مركز د اوسېدونكو د اوبو ستونزې تر پنځوسو كلونو پورې حل شي.
چارواكي وايي، دا لويه پروژه د پروان په چاريكار كې عملي كېږي او زرګونه كورنيو ته به ترې پاكې اوبه ورسول شي.
د پروان د خصوصي سكټور رئيس محمد طاهر همت وايي، د دې ولايت د ځمكې سطحه د نورو سيمو په پرتله لوړه ده او همدا وجه وه چې له تېرو ۱۴ كلونو راهيسې ځايي خلكو له ناپاكه اوبو استفاده كوله: (( اوس به دا ستونزه حل شي، پاكې اوبه به د سالنګ له غرنيو سرچينو څخه په ځانګړو نلونو كې د پاكو وسايلو او ماشينونو په مرسته د پروان مركز سره وسلېږي او زرګونه كورنيو ته به پاكې اوبه رسول كېږي، موږ به ډېر ژر د دې پروژې عملي كارونه پيل كړو.))
دا په داسې حال كې ده چې ځايي خلكو كليد ته ويلي، تر اوسه يې د لويو ويالو او نهرونو ا وبه كارولې چې ډول ډول ناروغۍ يې ورته پيدا كړې وې.
په پروان كې دا مهال يوازې يوه دولتي اداره د پاكو اوبو رسولو لپاره فعاليت كوي خو د كار په اړه يې ګڼ شكايتونه موجود دي.


