د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، د هغه کمیسیون د هڅو په نتیجه کې چې د جمهور رئیس له لوري د خوست هوايي ډګر په پروژه کې د ستونزو د تشخیص او هواري لپاره ګومارل شوی و، پرمختګ شوی او ستونزې تر ډېره حل شوې دي.
نوموړي دغه څرګندونې نن په خوست کې په هغه غونډه کې وکړې چې پلازمینې کابل ته یې د وروستي سفر او د خوست ولایت ملي امنیت ریاست لپاره د نوي رئیس د معرفۍ په موخه نېولې وه. د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، د هغه کمیسیون د هڅو په نتیجه کې چې د جمهور رئیس له لوري د خوست هوايي ډګر په پروژه کې د ستونزو د تشخیص او هواري لپاره ګومارل شوی و، پرمختګ شوی او ستونزې تر ډېره حل شوې دي.
نوموړي دغه څرګندونې نن په خوست کې په هغه غونډه کې وکړې چې پلازمینې کابل ته یې د وروستي سفر او د خوست ولایت ملي امنیت ریاست لپاره د نوي رئیس د معرفۍ په موخه نېولې وه.
حکم خان حبیبي وویل، د ۱۲ ولایتونو والیانو له جمهور رئیس، د کابینې له غړو، ملي امنیت شورا، خپلواکو ادارو او نورو مرکزي مسوولینو سره ګټورې ناستې وکړې او تمه شته چې په پایله کې به یې د سیمه ییزې حکومتدارۍ پیاوړتیا ته ځانګړی کار وشي.
ده وویل، د اوسني نظام ډېر تمرکز پر کلیو او ولسواليو دی او دا له دې امله چې د ولسونو غوښتنه ده.
حبيبي زیاته کړه، کار پر دې روان دی چې په ټولو ولایتونو کې د ولسوالیو متوازن پرمختګ، پراختیايي پروژو، د روغتیايي ستونزو حل او نورو برخو ته پاملرنه وشي څو د حکومتدارۍ بنسټ پیاوړی شي.
حبیبي دغه راز د خلکو ستونزو او غوښتنو ته د رسیده ګۍ په خاطر د مرکز او ولایتونو تر منځ د ځانګړې همغږۍ یادونه هم وکړه: ((هره ولایتي اداره مکلفه ده چې د یوې اوونۍ په جریان كې د مرکز مکتوبونه ځواب کړي او په ورته وخت کې مرکزي ټولې ادارې دغه اصل ته ژمنې دي.))
د خوست والي حکم خان حبیبي د خوست له ځینو ځانګړو پروژو هم یادونه وکړه او زياته يې كړه، د برېښنا د پروژې چارې وروستۍ شوي او ژر به یې عملي کارونه ولیدل شي، دغه راز د خوست هوايي ډګر د اساسي پروژې په قرارداد کې موجودې ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته شوې او هیله شته چې ژر به یې ولسونه زیرى واوري.
حبيبي، دغه راز د غلام خان بندر د رسمي ترانزیټ، پوهنې او لوړو زده کړو مرکزونو، روغتیايي ادارو او پراختیايي ودې ته له ځانګړو هڅو یادونه وکړه، او اړوند چارواکي يې مکلف کړل څو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې خپل فعالیتونه پراخ کړي: (( د مرکزي ادارې لارښوونه ده چې ولسونه دې له ټولو فعالیتونو، ستونزو او پرمختګونو خبر وساتل شي.))
خوست د هېواد سرحدي او ستراتیژیک ولایت دی، جغرافیوي موقعیت او د ولسونو پراخه همکاري يې هغه څه دي چې د مرکزي ادارو ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
که څه هم په تېرو کلونو کې هغسې چې لازمه وه، دغې سیمې ته پام ونشو خو اوس هیله شته چې مرکزي مسوولین به د خوست له موقعیت څخه د هېواد د اقتصادي منبع په توګه ګټه واخلي.
د غونډې په یوه برخه کې د خوست ملي امنیت لپاره نوی ټاکل شوی رئیس ډګروال برکت الله هم معرفي شو.


