افغان كركټ لوبغاړي د كركټ په نړۍ كې د ۲۰۱۶ كال جنورۍ د لسمې نېټې په شل اووريزه لوبه كې چې زمبابوې يې له كبله افغانستان ته ماته شوه، د نوي ريكارډ په جوړولو د هندوستان مشهور لوبغاړى ويراټ كوهلي هم شاته پرېښود.
ويراټ كوهلي تر اوسه په شل اووريزو نړيوالو لوبو كې له ۱۰۱۶ منډو سره د كركټ غوره لوبغاړو د ليست يوويشتم لوبغاړى دى، خو په بېګانۍ لوبه كې شهزاد په نړيواله كچه د شل اووريزو لوبو ۱۱۱۱ منډې وكړې.

په نړيوالو شل اووريزو لوبو كې برينډن مك كولم په ۲۱۴۰ منډو د لومړي مقام خاوند دى، ويراټ په ۱۰۱۶ منډو يوويشتم مقام لري او د زمبابوې هيملټن مساكټزا له ۱۰۹۸ منډو سره په شلم مقام ولاړ دى مګر شهزاد تر دغو لوبغاړو ډېر مخته ووت.
شهزاد په بېګانۍ لوبه كې د افغانستان لخوا د نړيوالو شل اووريزو سياليو لومړى سليزه وهونكى لوبغاړى شو، د دوهمه درجه لوبډلو تر ټولو زياتې منډې يې وكړې او افغانستان د همده د لوبې په بركت بيګانۍ لوبه په لوړ توپير له زمبابوې وګټله.
شهزاد په ۵۰ اووريزو نړيوالو لوبو كې په يوه پاڼۍ كې ۱۳۱ لوړې منډې او په ټيسټ لوبو كې ۲۱۴ لوړې منډې هم لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ