افغان كركټ ملي لوبډلې له زمبابوې سره د دوه شل اووريزو سياليو لړۍ هم په يوې لويې بريا سره په خپل نوم كړه او نن به هېواد ته بېرته راستنه شي.
د بېګانۍ شل اووريزې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله خو افغان لوبغاړو ته يې لومړى د توپ وهنې بلنه وركړه چې په ترڅ كې يې د شهزاد محمدي په توپاني بېټنګ افغان لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو زمبابوې ته ۲۱۶ منډې هدف كېښود، خو مقابله لوبډله په نولسم اوور كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې په ۱۳۴ منډو له ميدانه وويستل شوه. افغان كركټ ملي لوبډلې له زمبابوې سره د دوه شل اووريزو سياليو لړۍ هم په يوې لويې بريا سره په خپل نوم كړه او نن به هېواد ته بېرته راستنه شي.
د بېګانۍ شل اووريزې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله خو افغان لوبغاړو ته يې لومړى د توپ وهنې بلنه وركړه چې په ترڅ كې يې د شهزاد محمدي په توپاني بېټنګ افغان لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو زمبابوې ته ۲۱۶ منډې هدف كېښود، خو مقابله لوبډله په نولسم اوور كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې په ۱۳۴ منډو له ميدانه وويستل شوه.
په لوبه كې د افغانستان لپاره دولت ځدراڼ۲، اميرحمزه هوتك۲، سعيد شيرزاد۲، خو نبي عيسى خېل او راشد ارمان يوه يوه ويكټه واخيسته.
افغانستان دا لوبه د ۸۱ منډو په توپير او څلورو ويكټو وګټله چې په اړه يې پخپله د زمبابوې كپتان چكمبورا وويل، شهزاد محمدي په خپل توپاني بيټنګ له دوى لاره وركه كړه.
په دې لوبه كې شهزاد محمدي په ۵۲ بالونو د شل اووريزو لوبو څلورمه تېزه سليزه وكړه او په ۶۴ بالونو له ۱۱۸ منډو سره د لوبې تر اخره ناټ اووټ پاتې شو.
شهزاد د بېګانۍ لوبې او له زمبابوې سره د كركټ سياليو د لړۍ غوره لوبغاړى وټاكل شو، شهزاد په دې لوبه كې نور ريكارډونه هم جوړ كړل چې په لاندې ډول دي:
• شهزاد د افغانستان د كركټ په تاريخ كې د شل اووريزو لوبو لومړۍ سليزه جوړه كړه، تر ده وړاندې عثمان غني د افغانستان لپاره په شل اووريزه لوبه د عمان پر وړاندې د ۲۰۱۵ كال په نوامبر كې په ۵۴ بالونو ۶۹ زياتې منډې جوړې كړې وې.
• شهزاد د ايسوسييټ يا دوهمه درجه لوبډلو له منځه دوهم لوبغاړى و چې په شل اووريزو لوبو كې يې د سليزې ريكارډ ثبت كړ، تر ده وړاندې د سكاټلنډ ريچي برينګټن د ۲۰۱۲ كال په جولاى كې د بنګله دېش پر وړاندې په ۵۸ بالونو ۱۰۰ منډې پوره كړې وې. شهزاد د برينګټن ريكارډ هم مات كړ.
• شهزاد په بيګانۍ لوبه كې د ۱۱۸ منډو په ترلاسه كولو د شل اووريزو نړيوالو سياليو څلورم غوره لوبغاړى شو. تر ده وړاندې ارون فينچ په ۱۵۶ منډو، برينډن مك كولم په ۱۲۳ او فټډوپليسي په ۱۱۹ منډو د نړيوالو شل اووريزو لوبو د غوره توپ وهونكو په ليست كې ولاړ دي.
• شهزاد په نړيوالو شل اووريزو لوبو كې د لومړني افغان توپوهونكي په توګه د ۱۰۰۰ منډو پوره كولو ريكارډ هم ثبت كړ.
افغان لوبډله به نن بېرته هېواد ته راستنه شي او د اسيايي لوبو ته د شموليت لپاره به خپل چمتووالى نيسي.
له زمبابوې سره په تېر سيريز كې زمبابو يوازې دوه ۵۰ اووريزې سيالۍ ګټلي، خو افغانستان ترې بيا ۳ پنځوس اووريزې او ۲ شل اووريزې سيالۍ وګټلې.


