ads

هرات: انجيل كې د شاوخوا ۴۱ ميليونه افغانيو ۲۰ پراختيايي پروژې بشپړې شوې

په هرات ولايت كې د ملي پيوستون پروګرام له خوا د شاوخوا ۴۱ ميليونه افغانيو په لګښت ۲۰ پروژې بشپړې شوې.دغه پروژې چې په انجيل ولايت كې پرانيستل شوي، دقيق لګښت يې ۴۰ ميليونه  او ۷۹۲ زره افغانۍ ښودل شوى چې ښوونځي، ټولنيز مركزونه، پلګوټي، ګابيوني دېوالونه، د برېښنا د لينونو غځول، د اوبو د […]

نویسنده: TKG
20 مرغومی 1394
هرات: انجيل كې د شاوخوا ۴۱ ميليونه افغانيو ۲۰ پراختيايي پروژې بشپړې شوې

په هرات ولايت كې د ملي پيوستون پروګرام له خوا د شاوخوا ۴۱ ميليونه افغانيو په لګښت ۲۰ پروژې بشپړې شوې.
دغه پروژې چې په انجيل ولايت كې پرانيستل شوي، دقيق لګښت يې ۴۰ ميليونه  او ۷۹۲ زره افغانۍ ښودل شوى چې ښوونځي، ټولنيز مركزونه، پلګوټي، ګابيوني دېوالونه، د برېښنا د لينونو غځول، د اوبو د كانالونو جوړول، د څښاك د اوبو شبكې غځول او د څاګانو كيندنه په كې شامله ده.
د كليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام مسوولين وايي، له دغو پروژو به ۸۲۶۹ كورنۍ ګټه پورته كړي. په هرات ولايت كې د ملي پيوستون پروګرام له خوا د شاوخوا ۴۱ ميليونه افغانيو په لګښت ۲۰ پروژې بشپړې شوې.
دغه پروژې چې په انجيل ولايت كې پرانيستل شوي، دقيق لګښت يې ۴۰ ميليونه  او ۷۹۲ زره افغانۍ ښودل شوى چې ښوونځي، ټولنيز مركزونه، پلګوټي، ګابيوني دېوالونه، د برېښنا د لينونو غځول، د اوبو د كانالونو جوړول، د څښاك د اوبو شبكې غځول او د څاګانو كيندنه په كې شامله ده.
د كليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام مسوولين وايي، له دغو پروژو به ۸۲۶۹ كورنۍ ګټه پورته كړي.
د دغو پروژو  د پرانيستې په مراسمو كې د ولسي جرګې استازي نذير احمد حنفي، د هرات د كليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس اقا محمد صديقي، د اقتصاد رئيس محمد ناصر اسودي، د ملي پيوستون د پروګرام ولايتي مسول انجنير سهيل حسن زاده، د كليو پراختيايي شوراګانو يو شمېر رئيسانو او ګڼو ځايي خلكو ګډون كړى و.
د ملي پيوستون د ولايت دفتر د مسوولينو په قول هرات كې د دوى د پروګرام له پيله تر اوسه د (۴۹۱۲۳۱۷۱۳۱) افغانيو په ارزښت ( ۴۵۱۰) ټولګټې پروژې تطبيق شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA