د سريلانکا او نیوزيلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اووریزو لوبو د لړۍ په دوهمه لوبه کې نیوزيلنډ سريلانكا ته په نهو ویکټو ماتې ورکړه.
د سیالۍ ټاس د نيوزيلنډ لوبډلې وګاټه او په خپله یې د فیلډینګ کولو پریکړه وکړه، چې سريلانكا لوبډلې د اتو ویکټو په تاوان ۱۴۲ منډې ورته وکړې.
وروسته د نیوزلنډ کرکټ لوبډلې چټکه توپ وهنه پیل کړه، چې کولن مونرو په كې په ۱۴ توپونو د ۷ شپږيزو او يوې څلوريزې پر مټ ۵۰ منډې وکړې.
د نیوزيلنډ بل لوبغاړي ګاپټیل هم ښه لوبه وکړه او په ۲۵ توپونو یې ۶۳ منډې جوړې کړې. د سريلانکا او نیوزيلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اووریزو لوبو د لړۍ په دوهمه لوبه کې نیوزيلنډ سريلانكا ته په نهو ویکټو ماتې ورکړه.
د سیالۍ ټاس د نيوزيلنډ لوبډلې وګاټه او په خپله یې د فیلډینګ کولو پریکړه وکړه، چې سريلانكا لوبډلې د اتو ویکټو په تاوان ۱۴۲ منډې ورته وکړې.
وروسته د نیوزلنډ کرکټ لوبډلې چټکه توپ وهنه پیل کړه، چې کولن مونرو په كې په ۱۴ توپونو د ۷ شپږيزو او يوې څلوريزې پر مټ ۵۰ منډې وکړې.
د نیوزيلنډ بل لوبغاړي ګاپټیل هم ښه لوبه وکړه او په ۲۵ توپونو یې ۶۳ منډې جوړې کړې.
دا په داسې حال كې ده چې د نیوزيلنډ او سريلانكا ترمنځ لومړنۍ ترسره شوې شل اووریزه سیالي هم نیوزيلنډ لوبډلې ګټلې وه.


