په هره برخه کې ولس ته آسانتیا رامنځته کول د دولت هغه اساسي دنده ده چې کولای شي د ولس رضایت او ملاتړ خپل کړي. خو په تېرو کلونو کې ډېر کم دې اصل ته پاملرنه شوې او ولس په ګڼو برخو کې له ستونزو سر ټکوي.
که څه هم کله کله د ولس لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کولو پخاطر ځينې هڅې شوې چې ولس هم پرې ډېر رضایت څرګندوي خو وايي چې د آسانتیاوې د رامنځته کولو په برخه کې باید دوامداره کار وشي.
تېره چهارشنبه ولسي جرګې د برېښنا انرژۍ د خدماتو د تنظیم قانون په طرحه کې د جمهوري ریاست تقنیني فرمان تایید کړ. په هره برخه کې ولس ته آسانتیا رامنځته کول د دولت هغه اساسي دنده ده چې کولای شي د ولس رضایت او ملاتړ خپل کړي. خو په تېرو کلونو کې ډېر کم دې اصل ته پاملرنه شوې او ولس په ګڼو برخو کې له ستونزو سر ټکوي.
که څه هم کله کله د ولس لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کولو پخاطر ځينې هڅې شوې چې ولس هم پرې ډېر رضایت څرګندوي خو وايي چې د آسانتیاوې د رامنځته کولو په برخه کې باید دوامداره کار وشي.
تېره چهارشنبه ولسي جرګې د برېښنا انرژۍ د خدماتو د تنظیم قانون په طرحه کې د جمهوري ریاست تقنیني فرمان تایید کړ.
د ولسي جرګې په دې غونډه کې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون مرستیال سید اکرام الدین معصومي او د دې کمیسیون د غړیو انجینر صاحب خان او شاه ګل رضایي له لوري د برېښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظیم په قانون کې د جمهوري ریاست د تقنیني فرمان طرحه وړاندې شوه.
په یاده طرحه کې یو تعدیل راوړل شو، هغه هم دا چې وروسته له دې د برېښنا بلونه هره میاشت اعلان شي.
په تېرو څو کلونو کې چې برېښنا په یو خصوصي شرکت بدل شوی، خلک بیا بیا شکایتونه کوي.
د خلکو په شکایتونو کې غټ شکایتونه بې اندازې د بلونو مصرف راتلل او د برېښنا د قیمتونو اوچتېدل دي. خلک وايي چې کله کله خو پر دوی دومره مصرف راځي چې د یوې کارخانې له مصرف سره برابر وي او دوی يې له ورکول عاجز پاتې کېږي.
خلک د ولسي جرګې دغه اقدام ته ډېر خوشاله دي او وايي که چېرته دغه پرېکړه عملي بڼه غوره کړي، نو دوی به د خپل مصرف په نسبت ډېر ډاډه وي او په خپل وخت به د برېښنا بلونه تحویلوي. خلک په دې خوشاله دي چې د دوی میاشتنی مصرف ښايي دومره رانه شي چې دوی يې میاشت په میاشت له ورکولو عاجز وي، خو که په دوره يي لحاظ پرېښودل شي د برېښنا لګښتونه ډېرېږي او خلک يې بیا د ورکولو وس او توان نه لري.
د ولسي جرګې دغې پرېکړې ولس خوشاله کړی خو اوس پوښتنه دا ده چې دغه پرېکړه څومره عملي بڼه غوره کوي او ژر تر ژره د اجرا وړ ګرځي. په دې برخه کې یوه اندېښنه چې شته هغه دا ده چې د ولسي جرګې په تېرو دورو کې ځينې پرېکړې او یا قوانین پاس شوي دي خو هيڅکله يې هم اجرايي بڼه نه ده غوره کړې او د عالي رتبه مقاماتو او ادارو د میزونو په روکونو کې کلپ پاتې دي.


