ads

راتلونكي كال پورې به افغانستان ۲۴۰ ميګا واټه برېښنا توليدوي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان ټولو ولايتونو ته د برېښنا رسولو چاره باندې كار روان دى.نوموړي چې نن يې ننګرهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولايت له سيمه ييزو چارواكو او مخورو سره خبرې كولې  ټينګار وكړ چې د اوبو د برېښنا تر څنګ به په يو شمېر […]

نویسنده: TKG
20 مرغومی 1394
راتلونكي كال پورې به افغانستان ۲۴۰ ميګا واټه برېښنا توليدوي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان ټولو ولايتونو ته د برېښنا رسولو چاره باندې كار روان دى.
نوموړي چې نن يې ننګرهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولايت له سيمه ييزو چارواكو او مخورو سره خبرې كولې  ټينګار وكړ چې د اوبو د برېښنا تر څنګ به په يو شمېر ولايتونو كې لمريزه برېښنا هم فعاله شي: (( زما تخنيكي مشاورينو مشوره وركړې وه چې اول پنځو كلونو كې دې افغانستان واردات وكړي له هغې وروسته خپل توليد، ما دا خبره برعكس كړه اوس به ځو د برق توليد ته، په تېرو اويا كلونو كې موږ ۲۳۰ ميګا واټه برق توليد كړى، يوازې راتلونكي كال كې به افغانستان ۲۴۰ ميګاواټه برق توليد كړي، هر ولايت چې نن برق نه لري د لمر له برقه به برخمن شي، كونړ او نورستان ته برق رسوو.))

جمهور رئيس غني دغه راز ټينګار وكړ، چې د افغانستان اوبه بايد خوندي شي او افغانان بايد ترې ګټه واخلي.
نوموړي ټينګار وكړ چې د راتلونكي لمريز كال پر لومړيو كې به د دغه بندونو پرانيستل پيل شي: ((۲۶ بندونه تر كار لاندې دي، د حمل تر مياشتې پورې به زه يو دوه درې بندونه اعلانوم، د افغانستان اوبه بايد خوندي شي د افغانستان په اوبو باندې افغانان بايد اباد شي.))
دا په داسې حال كې ده چې دم ګړۍ افغانستان تر ډېره له تركمنستان، ازبكستان او تاجكستان څخه په راواردې شوې برښنا اتكا لري.
له بل لوري ګاونډيو هېوادونو ته د افغانستان د اوبو تلل او له هغه د ګټې نه اخيستل بله ستونزه ده چې افغانستان ورسره لاس او ګريوان دى.
دا چې د ملي يووالي حكومت به تر كومه حده په دې برمختګونه كې پرمختګونه ولري هغه ستونزه چې وخت به يې ځواب كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA