د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت وايي، د انټرنت په 3G سيستم كې د ستونزو او د خلكو د شكايتونو له كبله يې 3G سيستم 2G ته راټيټ كړى او ټاكل شوې له قزاقستان او روسيې د لومړۍ برخه انټرنټ په رارسېدو سره په هېواد كې د انټرنت په كيفيت او بيه كې هم پرمختګونه رامنځ ته شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزير عبدالرزاق وحيدي چې نن يې د معلوماتي او مخابراتي ټكنالوژۍ له انستيتيوت څخه د يو شمېر محصلينو د فراغت په نمانځنغونډه كې خبرې كولې ټينګار وكړ، چې په افغانستان كې پر 3G د مشتريانو د ګڼې ګوڼې له كبله دغه سيسټم په سم ډول كار نه كاوه. د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت وايي، د انټرنت په 3G سيستم كې د ستونزو او د خلكو د شكايتونو له كبله يې 3G سيستم 2G ته راټيټ كړى او ټاكل شوې له قزاقستان او روسيې د لومړۍ برخه انټرنټ په رارسېدو سره په هېواد كې د انټرنت په كيفيت او بيه كې هم پرمختګونه رامنځ ته شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزير عبدالرزاق وحيدي چې نن يې د معلوماتي او مخابراتي ټكنالوژۍ له انستيتيوت څخه د يو شمېر محصلينو د فراغت په نمانځنغونډه كې خبرې كولې ټينګار وكړ، چې په افغانستان كې پر 3G د مشتريانو د ګڼې ګوڼې له كبله دغه سيسټم په سم ډول كار نه كاوه.
وحيدي داسې مهال دغه څرګندونې كوي چې په وروستيو كې په افغانستان كې د 3G له خدمتونو د خلكو شكايتونه ډېر شوي او ډېر كله په سم ډول كار نه كوي.


