بريټانيا د خپلو هغو ۲۸۰ سرتېرو د دوسيو څېړنه پيل كړه چې په عراق كې د دندې پر مهال پرې د زور زياتي او ناحقه وژنو تورونه لګېدلي دي.
بريټانيا په عراق كې د دغو ۲۸۰ سرتېرو لخوا د زور زياتي او ۳۵ بې ګناه ګناه عراقيانو د وژنو په اړه څېړنو ته ځانګړى كميسيون ګمارلى دى.
د دې څېړنيز كميسيون لخوا په تېرو دوه كلونو كې ۲۸۰ پوځيانو ته په عراق كې د اوسېدو پر مهال جرمونو كې د ښكېلتيا، اسنادو او ثبوتونو په اړه د ځواب لپاره استعلامونه استول شوي دي.
دې كمېسيون ويلي، ۲۰ نورې دوسيې او استعلامونه يې هم برابر كړي چې ډېر ژر به يې د عراق له جنګي ماموريته راستنو شويو بريټانوي پوځيانو پسې كورونو ته واستوي. بريټانيا د خپلو هغو ۲۸۰ سرتېرو د دوسيو څېړنه پيل كړه چې په عراق كې د دندې پر مهال پرې د زور زياتي او ناحقه وژنو تورونه لګېدلي دي.
بريټانيا په عراق كې د دغو ۲۸۰ سرتېرو لخوا د زور زياتي او ۳۵ بې ګناه ګناه عراقيانو د وژنو په اړه څېړنو ته ځانګړى كميسيون ګمارلى دى.
د دې څېړنيز كميسيون لخوا په تېرو دوه كلونو كې ۲۸۰ پوځيانو ته په عراق كې د اوسېدو پر مهال جرمونو كې د ښكېلتيا، اسنادو او ثبوتونو په اړه د ځواب لپاره استعلامونه استول شوي دي.
دې كمېسيون ويلي، ۲۰ نورې دوسيې او استعلامونه يې هم برابر كړي چې ډېر ژر به يې د عراق له جنګي ماموريته راستنو شويو بريټانوي پوځيانو پسې كورونو ته واستوي.


