د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د شاوخوا پنځلس نيم ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کانال او سربند د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر له لوري نن کليد ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کامې ولسوالۍ په زاخېلو سيمه کې د سينديزې حوزې په شاوخوا پنځلس نيم ميليونه افغانيو لګښت د يوه کانال او سربند د جوړېدو چارې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرون پيل شوې . د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د شاوخوا پنځلس نيم ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کانال او سربند د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر له لوري نن کليد ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کامې ولسوالۍ په زاخېلو سيمه کې د سينديزې حوزې په شاوخوا پنځلس نيم ميليونه افغانيو لګښت د يوه کانال او سربند د جوړېدو چارې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرون پيل شوې .
د سرچينې په وينا، ياد کانال به اووه کيلو متره اوږدوالى، پنځه متره لوړوالى او درې متره سور ولري، چې د يوه کال په موده کې به جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي .
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې پروژې لګښت د سينديزې حوزې په چوکاټ کې د نړيوال بانک لخوا ورکول کېږي، چې په جوړېدو سره به يې ۱۶ زره جريبه ځمکه خړوبه شي او د يادې سيمې ۸۹۵ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي .


