ads

د كليد ګروپ هڅه، د كندهار د خبريالانو او مدني ټولنو د همغږۍ لپاره

په کندهار کي د رسنيو او مدني ټولنو تر منځ کمزورې همغږي له ډېره وخته محسوسيږي.کليد ګروپ د دغي همغږۍ د پياوړتيا لپاره پرون په کندهار کلید راډيو کې يو ورکشاپ جوړ کړی و.په ورکشاپ کې د مدني ټولنو استازو، د محلي رسنيو مسؤولينو او د کليد ګروپ استازي شامل وو.د غونډي پر مهال په […]

نویسنده: TKG
16 مرغومی 1394
د كليد ګروپ هڅه، د كندهار د خبريالانو او مدني ټولنو د همغږۍ لپاره

په کندهار کي د رسنيو او مدني ټولنو تر منځ کمزورې همغږي له ډېره وخته محسوسيږي.
کليد ګروپ د دغي همغږۍ د پياوړتيا لپاره پرون په کندهار کلید راډيو کې يو ورکشاپ جوړ کړی و.
په ورکشاپ کې د مدني ټولنو استازو، د محلي رسنيو مسؤولينو او د کليد ګروپ استازي شامل وو.
د غونډي پر مهال په هغو علتونو خبرې وشوې، چې له کبله يې رسنۍ او مدني ټولنې سره لرې شوې دي. په کندهار کي د رسنيو او مدني ټولنو تر منځ کمزورې همغږي له ډېره وخته محسوسيږي.
کليد ګروپ د دغي همغږۍ د پياوړتيا لپاره پرون په کندهار کلید راډيو کې يو ورکشاپ جوړ کړی و.
په ورکشاپ کې د مدني ټولنو استازو، د محلي رسنيو مسؤولينو او د کليد ګروپ استازي شامل وو.
د غونډي پر مهال په هغو علتونو خبرې وشوې، چې له کبله يې رسنۍ او مدني ټولنې سره لرې شوې دي.
د کلید ګروپ استازي احمدضیاء وویل، د خلكو ستونزو ته د لاسرسي په برخه کې د مدني ټولنو او رسنيو مسووليت يو دی او که دواړه بنسټونه په ګډه خپل غږ پورته کړي، نو چارواکي به ډېر ژر ځواب وركولو ته حاضر كړاى شي: (( زموږ د ورکشاپ هدف د مدني ټولنو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ په اړه دی. رسنۍ او مدني ټولنې باید له یو بل سره پوره همغږي او همکاري ولري ترڅو ستونزو ته په ګډه لاسرسی ومومي))
په غونډه کي د مدني ټولنو مسوولینو له رسنیو څخه د همغږۍ او همکارۍ لپاره ځيني غوښتنې درلودې.
د نوي نسل د انسجام د ټولنې مشر داود شاه زمري وویل، که رسنۍ او مدني ټولنې همږغي سره ولري نو هغه ستونزې چې د پردې تر شا دي، هغه به هم ښکاره او حل لارې به ورته ولټول شي: (( له رسنیو څخه مو اوله غوښتنه دا ده چې له یو بل سره همږغي ولرو ترڅو هغه مسايل چې د پردو ترشا دي ورته لاسرسی ولرو. دوهم د غیرقانوني کړنو پر مهال بشپړه همکاري موجوده وي او درېیم د مدني ټولنو په غونډه کي باید رسنۍ ګډون وکړي))
احمدالله افغان د رسنیو د ګروپ په استازیتوب له مدني ټولنو وغوښتل چي په بیلابیلو حالاتو کې د رسنیو او خبریالانو ملاتړ او ننګه وکړي.
افغان وویل د رسنیو مسوولیت دا دی، چې په ټولنه کې د فساد د مخنیوي لپاره راپور جوړ کړي، خو مدني ټولنې د یوې ادارې د فساد په اړه اسناد لري او رسنیو ته يې په واک کې نه ورکوي: (( مدني ټولنې باید د فساد په اړه اسناد رسنیو ته وسپاري. ډېر کله مدني ټولنې اسناد لري خو رسنیو ته يې نه ورکوي. بل مدني ټولنې باید د رسنيو او خبریالانو څخه ملاتړ وکړي. دلته پر یوې رسنۍ برید کیږي، خبریال ته سپکې سپورې وايي او ورته ستونزې پیښوي خو مدني ټولنې يې ملاتړ نه کوي.))
په غونډه کې د رسنیو استازو او د مدني ټولنو مسوولینو ژمنه وکړه چې په ګډه به د خلكو د ستونزو لپاره کار کوي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې مخکې هم کلید ګروپ په کندهار کې  د رسنیو د خودکفا کېدو لپاره ورته ورکشاپ جوړ کړی و چې د رسنيو ۳۰ تنو مسوولينو او استازو په كې ګډون درلود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA