د چين د ينجواين ښار څنډې ته د ننزيا پبلك سكواير په ساحه كې د مساپرو په يو بس كې ناڅاپي اورلګېدنې ۱۴ كسان وژلي او ۳۲ نور ټپيان دي.
چينايي رسنۍ وايي، د پېښې ځاى ته سمدستي ژغورونكي ډلې رسېدلي او د پېښې ټپيان يې ټول روغتون ته وړي، خو ويل كېږي چې د مړېنو كچه به لوړه شي ځكه د ۸ ټپيانو وضعيت ښه نه دى ښودل شوى.

ځايي پوليسو په څلور لارې كې د لګېدلو كامرو له لارې په شين جامپر كې يو مشكوك كس هم په نښه كړى چې ليدل كېږي د بس په شاوخوا كې ګرځي او له پېښې وروسته په منډه ځان باسي.
ځايي پوليس وايي، د پېښې علت دستي ساعت ځكه نه شي په ګوته كولاى چې دوى په دغه مشكوك سړي پسې پلټنې پيل كړي او تر راپېدا كولو وروسته به بشپړ جزيات وړاندې كړي؟
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ كې هم په تقريبا ورته پېښه كې د ختيځ چين يو سړي د مساپرو پر بس ډزو كې ۴۷ كسان ووژل او بيا يې په خپله هم ځان مړ كړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ