ads

د ننګرهار مستوفيت عوايد ۱۵ فيصده لوړ شوي

د ننګرهار مستوفيت چارواکي وايي چې د ۱۳۹۴ مالي کال په ترڅ کې يې ۱۳ اعشاريه ۳ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي چې د تېر کال په پرتله ١٥ فيصده زيات دي.د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له لورې کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولايت مستوفي سر څېړونکي ډاکتر محمد […]

نویسنده: TKG
15 مرغومی 1394

د ننګرهار مستوفيت چارواکي وايي چې د ۱۳۹۴ مالي کال په ترڅ کې يې ۱۳ اعشاريه ۳ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي چې د تېر کال په پرتله ١٥ فيصده زيات دي.
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له لورې کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولايت مستوفي سر څېړونکي ډاکتر محمد عالم اسحاقزي چې پرون يې د ١٣٩٤ لمريز کال د عوايدو په اړه خبري کنفرانس ته وينا کوله، وويل چې که زمينه ورته برابره او سيستم جوړ شي، نو د عوايدو کچه به د تیرو کلونو په پرتله پنځوس سلنه لوړه کړي.

نوموړي زياته کړه، په ١٣٩٤ لمريز کال کې يې ۱۳ اعشاريه ۳ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي چې د ١٣٩٣ لمريز مالي کال په پرتله يې پنځلس فيصده عوايد لوړ شوي دي.
هغه د ننګرهار مستوفيت د عوايدو د لوړېدو لامل په دې اداره کې ښه مديريت او د کار کوونکو کاري وړتيا او هلې ځلې په ګوته کړې او ويې ويل، که زمينه ورته برابره شي او عصري سيستم جوړ شي نو د عوايدو دغه کچه به په راتلونکي کال کې ٥٠ فيصده لوړه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA