ads

نوى فصل، د نېكمرغۍ پېغام

افغانستان د هغه جغرافیې نوم چې تر ډېره په کې له هره اړخه ستونزې شته او همدې ستونزو یو شمېر ناهیلۍ هم رامنځته کړي دي.خو د همدې ناهیلو له منځه بیا د هیلو یو نوی فصل هم پرانیستل شوی چې د نیکمرغۍ پیغام له ورایه ورکوي. هغه پیغام چې هیڅ لور ته منصوب نه دی، […]

نویسنده: TKG
14 مرغومی 1394
نوى فصل، د نېكمرغۍ پېغام

افغانستان د هغه جغرافیې نوم چې تر ډېره په کې له هره اړخه ستونزې شته او همدې ستونزو یو شمېر ناهیلۍ هم رامنځته کړي دي.
خو د همدې ناهیلو له منځه بیا د هیلو یو نوی فصل هم پرانیستل شوی چې د نیکمرغۍ پیغام له ورایه ورکوي. هغه پیغام چې هیڅ لور ته منصوب نه دی، په دې مانا چې په ټولو پورې تړلی دی، قوم، سمت، ژبه او دیني تضادونه یې ټول یو لوري ته کړل، مینه یې ورکړه، خوښې یې را وزېږوله، یووالی یې منځ ته راوړ او لنډه دا چې د افغانستان ملي بیرغ یې په ټوله نړۍ وپېژند او په ټوله نړۍ کې یې په اهتزاز راوست.

افغانستان د هغه جغرافیې نوم چې تر ډېره په کې له هره اړخه ستونزې شته او همدې ستونزو یو شمېر ناهیلۍ هم رامنځته کړي دي.
خو د همدې ناهیلو له منځه بیا د هیلو یو نوی فصل هم پرانیستل شوی چې د نیکمرغۍ پیغام له ورایه ورکوي. هغه پیغام چې هیڅ لور ته منصوب نه دی، په دې مانا چې په ټولو پورې تړلی دی، قوم، سمت، ژبه او دیني تضادونه یې ټول یو لوري ته کړل، مینه یې ورکړه، خوښې یې را وزېږوله، یووالی یې منځ ته راوړ او لنډه دا چې د افغانستان ملي بیرغ یې په ټوله نړۍ وپېژند او په ټوله نړۍ کې یې په اهتزاز راوست.
دا هر څه له سیاسي اړخه په لاس را نه وړل شول، بلکې یوازې سپورټ و چې د افغانستان او افغانانو نوم یې بیا په تاریخ کې روښانه کړ.
دا سپورټ هم محدود په یوې لوبې پورې نه شو، کریکټ، فوټبال، تکواندو، والیبال، پهلواني سوک وهنه او په ډېر شمېر نورې ډېرې لوبې، هره یوه یې په خپل ځای کې د ځانګړې ځای نه برخمنه ده او هرې لوبډلې بلا بریاوې د افغانانو په برخه کې کړي دي.
همدې لوبو څو شېبې د افغانانو په غم ځپلو څېرو د خوشحالۍ نښې ښکاره کړې، پر شونډو یې موسکا خپره کړه، ملي احساس یې بیا را ژوندی کړ، درې رنګه بیرغ یې د زړونو په سر نصب کړ او خوښې یې ټولنیزې کړي.
د کریکټ لوبډله مو د نړۍ په لسو غوره لوبډلو کې راغله، فوټبال مو د نړۍ په ۱۳۷ځای کې راغی، سوک وهنه کې مو نړیوال مډالونه خپل  کړل، تکواندو کې مو د المپیک مډال کور ته راوړ او نورو لوبغاړو او لوبډلو هم په خپله برخه کې ښه پرمختیاوې درلودې.
همدا سپورټ و چې د ملي یووالي تخم یې وشېنده، افغانان یې دېته وهڅول که یو شو د نړۍ هیڅ طاقت مو پر وړاندې تاب نه شي راوړی، که یو شو ټولې بریاوې د همدې لوبو په څېر زموږ دي، که یو شو او واحد عمل وکړو، ترقي، پرمختګ او ابادي ټول په خپله زموږ پر لور رادرومي او که یو شو د دښمن پر خوله کلک سوک ورکولای شو.
د بریاوو سره مو ستونزې هم درلودې، خبرې شته چې باید پرې بحث وشي، تغیر راوړل شي، په هره برخه کې د نویو پرمختګونو پر لور ګامونه واخیستل شي او د تغیر لپاره هر اړخیز فکر وشي.
خو دلته یې یادونه د دې بحث د باندې ده، ښه ده چې پر همدې پیغام سره پاتې شو چې د ملي لوبډلې یې ټول ملت ته ورکوي او ترې په یوه غږ غواړي چې سره یو شي.
د ملي لوبډلو دا پیغام باید افغانان د خپل ژوند مسیر وټاکي او له دې الهام واخلي چې په یووالي کې مو بری دی او که خدای مه کړه لکه په ځینو وختونو کې د لوبډلو په څېر هر یو لوبغاړی په خپل سر بدلون کوي، یوازې تاواني کېږو. اوس د ملي لوبډلو دنده تر همدې ځایه سمه روانه ده، هغه تبلیغات چې هم ځینې وختونه کېږي، باید د یوه فکر وروسته وشي، لږ تر لږه باید لومړی ځان په دې قانع کړو چې زموږ څرګندونې او نظریات سم دي او که خیر.
د ملي لوبډلو احسان په ټول ملت دی، له همدې کبله باید په یوه ځانګړي احترام له خپلو اتلانو ملاتړ وکړو او ویې هڅوو چې لا نور مخکې ولاړ او زموږ ویاړونه زیات کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA