په ختیځو ولایتونو کې که څه هم پخوا ډیرې ښځينه ژورنالستانې په رسنيز ډګر كې فعالې وې، خو اوس یي شمیر کم شوی او علت یې هم تر ډيره د امنیتي حالت خرابوالی په ګوته کیږي.
ښځینه ژورنالستانې، کورنۍ او ټولنیزې ستونزې او په ټوله کې په دې وروستیو کې د ختيځ خراب امنیتي وضعيت د دوی د کار پر وړاندې لوی خنډونه ګڼي.
كونړ مېشتې خبرياله سپوږمۍ چې پخوا یې همدغه ولایت کې خبریالي کوله، په كونړ كې د ښځينه خبريالانو لپاره د نامساعدو شرايطو په اړه كليد ته غږېدلې ده.

هغه ادعا لري چې ناسم امنيتي وضعيت او لسګونه نورو ستونزو په دغه ولايت كې د ښځينه ژورناليستانو د فعاليت كچه صفر ته راټيټه كړې ده: ((د کورنیو د عامه پوهاوي کموالی یا لوڼو ته اجازه نه ورکول ، ناسم دودونه او په ټوله کي د ټولنې ناسم شرایط ددې لامل شوي، چې موږ نجونې باید د رسنیو له لارې خپل غږ او تصویر خپور نه کړو.))
بلخوا لغمان که څه هم د کونړ په پرتله د ښځینه ژورنالستانو فعالیت ته یو څه برابر چاپیریال لري؛ خو هلته هم لا ژورنالېستانې له يو لړ ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.
د لغمان یوه خبریاله شکریه كليد راډيو ته د همدې ولايت د نجونو ژورنالېستانو ستونزې راشمېري: ((ښځینه ژورنالېستانو ته یو څه زمینه برابره ده؛ خو هغه شان چې موږ باید په ډاډه زړه کار تر سره کړو، نه شو کولای؛ ځکه لا هم مشکلات موجود دي، دلته په لغمان کې د ګوتو په شمېر خبريالانې شته؛ خو د امنیتي ستونزو له امله په مستعارو نومونو دندې ترسره کوي.))
په ننګرهارکې هم خبریالانې له دغو ستونزو خوندي نه دي، مګر بيا هم دلته د ختيځو ولايتونو د نورو هغو په پرتله زياتې نجونې په بېلا بېلو رسنيو كې كار كوي.
مسیح زرکان چې یو وخت یې له رسنیو سره په نشراتي برخه کې کار کاوه، اوس له یو خصوصي ټلویزیون سره په بازارموندنه کې بوخته ده، خو دا هم په خپل نوم كار نه شي كولى: (( لا هم نا برابر امنیتي وضعیت اجازه نه راکوي، چې په خپل نوم دنده ترسره کړم، له امنیتي اندیښنو پرته د رسنیو په داخل کې داسې ستونزه نه وينم، چې د ښځینه خبریالانو دندې تر پوښتنې لاندې راولي.))
شنونكي او ټولنيز فعالان د ختيځ د ښځينه خبريالانو پر وړاندې د ستونزو د حل كولو وړانديز كوي او وايي كه په رسنيز بهير كې د مېرمنو ستونزې حل نه شي او امنيتي وضعيت ته يې بې غوري همداسې روانه وي، نو په راتلونكي كې به داسې وخت راوګرځي چې يوه خبرياله به هم په رسنيز ډګر كې ونه ليدل شي، بلكې هره ښځه به په رسنيز ډګر كې كار كول د ځان پر وړاندې لوى او جدي ګواښ تصويروي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ