ads

سرجنګ: هلمند كې مو طالبان له سيكه غورځولي، له لاسه وتلې سيمې بېرته نيسو

د هلمند امنيه قومنداني وايي، په دغه ولايت كې له لاسه د وتليو سيمو د بېرته نيونې په موخه يې پراخ عمليات روان دي چې ځېنې مثبتې لاسته راوړنې هم لري.د دې ولايت امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، سنګين ته تازه دمي سرتېري ور رسېدلي او تر دې دمه افغان ځواكونو د سنګين […]

نویسنده: TKG
14 مرغومی 1394
سرجنګ: هلمند كې مو طالبان له سيكه غورځولي، له لاسه وتلې سيمې بېرته نيسو

د هلمند امنيه قومنداني وايي، په دغه ولايت كې له لاسه د وتليو سيمو د بېرته نيونې په موخه يې پراخ عمليات روان دي چې ځېنې مثبتې لاسته راوړنې هم لري.
د دې ولايت امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، سنګين ته تازه دمي سرتېري ور رسېدلي او تر دې دمه افغان ځواكونو د سنګين او مارجې په يو شمېر سيمو كې د پام وړ پرمختګونه كړي دي.
سرجنګ د يكشنبې په ورځ خبري كنفرانس ته په دې اړه خبرو كې وويل، سنګين دا مهال د پخوا په نسبت ښه امنيت لري او د مارجې د امنيتي وضعيت د لا ښه كولو په موخه ګړندۍ هلې ځلې كوي

د هلمند امنيه قومنداني وايي، په دغه ولايت كې له لاسه د وتليو سيمو د بېرته نيونې په موخه يې پراخ عمليات روان دي چې ځېنې مثبتې لاسته راوړنې هم لري.
د دې ولايت امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، سنګين ته تازه دمي سرتېري ور رسېدلي او تر دې دمه افغان ځواكونو د سنګين او مارجې په يو شمېر سيمو كې د پام وړ پرمختګونه كړي دي.
سرجنګ د يكشنبې په ورځ خبري كنفرانس ته په دې اړه خبرو كې وويل، سنګين دا مهال د پخوا په نسبت ښه امنيت لري او د مارجې د امنيتي وضعيت د لا ښه كولو په موخه ګړندۍ هلې ځلې كوي: (( موږ ته اول لومړيتوب مارجه لري چې مارجه بايد كاملا بلاك كړو، هو مارجه به له مشكل سره مخ وه خو  اوس له مشكله خلاصه ده، هلته موږ ډېر ځواك لېږلى دى، د امنيت امر، د لېوا قومندان هلته دي، هلته ډېر وخت نه عمليات شروع وو، دې ظالمانو هلته د سړكونو پلونه وران كړي وو، موږ كانټينرونه يوړل هغه پلونه مو جوړ كړل، موږ خو يو كار باندې لګيا نه يوو، له واره ماينونه پاكوه، لارې جوړوه، سړكونه جوړوه، پلونه جوړوه، بيا په كليو كې عمليات كوه او بيا ځه، دا مو كار دى.))
سرجنګ د ځينو پوليسو او نورو مسوولينو هغه ادعاوې هم په كلكه رد كړې چې يو شمېر رسنيو ته يې ويلي وو ګواكې د نه همغږۍ او ناسمې رهبرۍ له كبله امنيتي ځواكونو په هلمند كې د جګړې توان له لاسه وركړى.
دى وايي، دمګړۍ ټول عمليات په همغږۍ كېږي او ملي اردو په كوچنيو جګړو كې برخه نه اخلي: (( يو عسكر يو سرتېرى به څومره سياسي او نظامي فهم ولري چې تاسې هغه سره مركه كوئ؟ له هغوى سره مركه ضرور نه ده ځكه د ملك امنيتي حالت صرف مسوولينو ته معلومېږي، هغه د يوې موضع مسووليت لري او زه د ټول ولايت مسووليت لرم، تاسې كه د يوې موضع پوښتنه كوئ نو بيا يې په سنګر كې له يو ظابط او عسكر نه پوښتنه وكړئ، مګر دا ډېره غلطه خبره ده، رهبرۍ جامع او په كار پوه رهبري ده، مګر موږ ډېر شيان په نظر كې نيسو.))
هغه زياته كړه: (( د ملي اردو او ملي پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو تر منځ پوره همغږي شته په ځينو سيمو كې زموږ عمليات ځكه پڅ روان دي چې د ملكي تلفاتو مخنيوى وشي، دا د ناسمې رهبرۍ خبره نه ده.))
له قوماندان څخه داهم وپوښتل شول چې له ګڼو درنو وسلو سره- سره  د هوایي او ځمکني ځواکونو په موجودیت کې ولې د مرکز لښکرګاه د ښاروالۍ ۴ مې حوزې د باباجي سیمه لا تراوسه د وسله والو طالبانوپه ولکه کې ده؟
نوموړي د دې پوښتي په ځواب کې وویل، باباجي سیمه د لښکرګاه  مربوط نه ده بلكې ۱۷ کیلومتره له  ښاره لرې پرته او هلته هم وسله والو د مخامخ جګړې توان بايللى دى: (( په ضمانت سره درته وايم دوى دې په باباجي كې سر راپورته كړي؟ دوه درې وارې يې تعرض وكړ يوه پوسته يې ونه شواى نيولى، دوى چې يوه پنځلس نفري پوسته په ډله ييز ډول ونيسي، موږ تاكتيكي عقب نشيني كړې وي، بيرته يې ترې ونيسو، دوى داسې نه دي كړي چې په ټول ولايت كې يو دم جګړه شروع كړي، داسې دې وكړي چې سره معلومه يې كړو. په دوى كې څه شى نه دي پاتې، دا ايجنټان دي، يو څو روپۍ يې وركړې وې او پاكستان نه راغلي وو، هغه پيسې خلاصې شوې اوس بېرته روان دي.))
سرجنګ وايي، دغه طالبان چې اوس په هلمند کې جګړې کوي، د پاکستان او ایران لخوا روزل شوي کسان دي او د همدغو هېوادونو لپاره  د يو څو پيسو په بدل كې كار كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA