ads

د دهلې بند تخنيكي چارې ۹۸ فيصده بشپړې شوې دي

ځايي مسوولين وايي، په کندهار کې د دهلې بند تخنيکي چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي او تر څنګه يې د دهلې بند هغه ستونزې حل شوې دي چې د اوبو د تړلو او خوشې کولو پر مهال پېښېدلې.دا بند ۶۵ کاله مخکې د امریکا د متحده ایالاتو په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی دی […]

نویسنده: TKG
14 مرغومی 1394
د دهلې بند تخنيكي چارې ۹۸ فيصده بشپړې شوې دي

ځايي مسوولين وايي، په کندهار کې د دهلې بند تخنيکي چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي او تر څنګه يې د دهلې بند هغه ستونزې حل شوې دي چې د اوبو د تړلو او خوشې کولو پر مهال پېښېدلې.
دا بند ۶۵ کاله مخکې د امریکا د متحده ایالاتو په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی دی او د کندهار ښار په شمول ۷ ولسوالۍ پرې ابادې دي.
د کندهار د اوبو رسولو رياست وايي، د زیات وخت په تېرېدو سره په دغه بند کې د رسوباتو زیاتوالي یو شمېر تخنیکي ستونزي پیدا کړې دي. ځايي مسوولين وايي، په کندهار کې د دهلې بند تخنيکي چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي او تر څنګه يې د دهلې بند هغه ستونزې حل شوې دي چې د اوبو د تړلو او خوشې کولو پر مهال پېښېدلې.
دا بند ۶۵ کاله مخکې د امریکا د متحده ایالاتو په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی دی او د کندهار ښار په شمول ۷ ولسوالۍ پرې ابادې دي.
د کندهار د اوبو رسولو رياست وايي، د زیات وخت په تېرېدو سره په دغه بند کې د رسوباتو زیاتوالي یو شمېر تخنیکي ستونزي پیدا کړې دي.
د اوبو رسولو رئیس انجنير شیر محمد عطايي وايي، غواړي پر یاد بند په دريو پړاوونو کي کار وکړي، چي د بند د تخنیکي ستونزو حل، د رسوباتو پاکول، اته متره د بند ارتفاع لوړول او د بریښنا د توربین نصبول په کې شامل دي: ((له دې كار سره به د اوبو د ذخېرې ظرفيت هم لوړ شي، د بند تخنیکي چاري ۹۸ فیصده بشپړي شوې دي. دروازې يې هم مخکې چې به يې د بندولو یا خلاصولو په وخت کې ستونزې درلودې هغه ستونزه هم حل شوې ده.))
عطايي وویل، پر دغه بند به د سل کیلو واټه برېښنا توربین هم نصب کړي چي په مرسته به يي د یاد بند د کمپ او تخنیک د برېښنا اړتیا پوره شي.
نوموړي وویل، دغه سل کيلو واټه توربین به د نوي لمريز کال په لومړيو کې نصب شي.
د دهلې بند په ظرفيت لوړولو د هغو ولسواليو اوسېدونکي ډېر خوشحاله دي، چې له دهلې څخه يې ځمكې خړوبيږي.
دوی وايي،  د دهلې بند د ظرفيت له لوړېدو سره به يې د اوبه خور په برخه كې هر ډول ستونزه کمه شي.
محمد ولي د پنجوايي د مركز اوسېدونكى دى، دى وايي، د دهلې بند ته دومره خوشاله دى چې اندازه نه لري: (( په دې بند دوغومره خوشاله يوو لكه يو سړى چې پيسې نه لري او بېرته يې جوال هم ډك وي او كار يې هم سم وي، د دهلې بند بايد لوړ شي او پاك شي.))
عبدالله جان بيا د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونكى دى او د دهلې بند د باغونو د حاصلاتو د زياتولو لپاره مهمه سرچينه بولي: (( كه دا جوړ شي او دا پروژه كاميابه شي، دا ټولو ولسواليو او ولسونو ته ډېره ګټه كوي، باغونه پراخېږي، كښتونه ښه كېږي، ولس به هم خوشاله وي.))
د دهلې بند په کندهار کي یوازنۍ د زراعتي اوبو سرچینه بلل کیږي چي له ښار څخه ۴۰ کیلو متره شمال ختیځ ته په شاولي کوټ ولسوالۍ کي موقعيت لري.
دا بند د کندهار د اووه ولسوالیو (شاولي کوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، میوند، ډنډ او دامان) ته د زراعتي اوبو رسولو لپاره جوړ شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA