د هېواد د نورو سیمو په څېر په دې وروستیو کې له خوست هم په لسګونو ځوانان اروپایي هېوادونو ته په سفر تللي یا له لارې بیرته راګرځول شوي دي. دا مسئله د یو شمېر ځوانانو د کورنیو له غړو سره د مرکو پرمهال څرګندې شوې ده.
د خوست د علیشیرو ولسوالۍ اوسېدونکی معروف شاه د خپل ورور عبیدالله خبره کوي چې تېره روژه جرمني ته رسیدلی دی. د معروف شاه په خبره، ورور يې د خپل تريخ سفر په اړه د ټلیفون پر کرښه ورته ويلي چې د لارې په اوږدو کې سخت ځورېدلی دی: (( هغه ویل چې د ایران عسکرو ورباندې ډزې وکړې، خو خدای وساتل، ځینې ملګري یې ونیول شول، خو دوی ترې په ځنګلونو ورننوتل.)) معروف شاه وايي چې تر جرمني پورې د عبیدالله په رسېدلو ۱۳ زره ډالره لګیدلي، خو اوس دې ته اندېښمن دي چې جرمنیان به پناه ورکړي او که نه؟ د هېواد د نورو سیمو په څېر په دې وروستیو کې له خوست هم په لسګونو ځوانان اروپایي هېوادونو ته په سفر تللي یا له لارې بیرته راګرځول شوي دي. دا مسئله د یو شمېر ځوانانو د کورنیو له غړو سره د مرکو پرمهال څرګندې شوې ده.
د خوست د علیشیرو ولسوالۍ اوسېدونکی معروف شاه د خپل ورور عبیدالله خبره کوي چې تېره روژه جرمني ته رسیدلی دی. د معروف شاه په خبره، ورور يې د خپل تريخ سفر په اړه د ټلیفون پر کرښه ورته ويلي چې د لارې په اوږدو کې سخت ځورېدلی دی: (( هغه ویل چې د ایران عسکرو ورباندې ډزې وکړې، خو خدای وساتل، ځینې ملګري یې ونیول شول، خو دوی ترې په ځنګلونو ورننوتل.)) معروف شاه وايي چې تر جرمني پورې د عبیدالله په رسېدلو ۱۳ زره ډالره لګیدلي، خو اوس دې ته اندېښمن دي چې جرمنیان به پناه ورکړي او که نه؟
د خوست بل اوسېدونکی عادل شاه وايي، غوښتل یې ځان بلجیم ته ورسوي، خو په پاکستان کې ونیول شو. نوموړی زیاتوي چې په پاکستان کې ډېر شکنجه شوی او کابو ۴۵ ورځې په زندان کې وو: (( اخر مې ۵۰ زره کلدارې ورکړې او بیرته هېواد ته راستوم شوم.))
د سلیمان په نوم د خوست ولایت یو بل اوسېدونکی هم د سفر ناکامه کیسه لري، هغه وايي څو ځله یې هڅه وکړه چې په پاکستان کې د اوکراین ویزه ترلاسه او بیا له هغه ځایه بلجیم ته وتښتي، خو د زیاتو لګښتونو باوجود نه دی توانیدلی چې خپلې غوښتنې ته ورسېږي: (( تل د اروپا په فکر کې یم، څو ځلې پاکستان ته ولاړم، هغه کاغذونه چې اړین دي، هغه مې په پېښور کې جوړ کړل، خو کار یي ورنه کړ، اوس هم اراده لرم چې اروپا ته ولاړ شم او ارام ژوند ولرم.))
په خوست کې د ټولنیزو چارو کارپوه فیض الله غمخور وایي چې له هېواده د ځوانانو تیښته د بدبختۍ نښه ده: (( زموږ هېواد ځوانانو ته اړتيا لري چې جوړ يې كړي، دا زما لپاره ډېره دردوونکي ده چې ځوانان مو اروپایي هېوادونو ته مهاجر کېږي.)) غمخور وايي، ځوانان دې لږه حوصله وکړي، په هېواد کې له سره کارونه پیلیږي؛ نو دوی او اقتصاد به یې په خپل هېواد بسیا شې.
د خوست د ولایت مقام مسوولین وایي چې دوی ته تراوسه په دې اړه رسمي ارقام نه دي رسیدلي چې له خوست نه څومره ځوانان اروپایي هېوادونو ته مهاجر شوی دي. د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ زیاتوي چې په خوست کې د بیارغونې یو شمېر پروژې تر کار لاندې دي او یو شمېر په پلان کې دي چې په دې سره به ځوانانو ته كار پيدا شي: (( خوست ته د بریښنا په راغځولو او په دغه ولایت کې به د صنعتي پارکونو په فعالیدو سره ګڼ شمېر ځوانان په کار وګمارل شي.))
ځدراڼ وايي: ((موږ یو وخت په خوست کې د ځوانانو لپاره د کار د نشتوالي له كبله په اندېښنه کې وو، خو اوس دغه تشویشونه یو څه لرې شوې دي، ځکه په خوست کې د هوایي ډګر کارونه پیلیږي، د ښوونکو لپاره د ښارګوټي کار پيل شوى، د وارداتي برېښنا کارونه پیل شوي چې په دې سره موږ صنعتي پارکونه هم فعالوو او ډېر شمېر ځوانان به په مختلفو برخو کې کار پیدا کړي.)) د نوموړي په خبره، دوى هڅې پيل كړې چې ځوانانو ته كار پيدا كړي او د اروپا پر تګ يې پښيمانه كړي.


