د افغان کرکټ بورډ په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ د ۵ يو ورځنيو او ۲ شل اوريزو سياليو د لړۍ درېيمه يو ورځنۍ لوبه نن د افغانستان په وخت د مازيګر په درې نيمو بجو پيلېږي.
افغانستان تر دې وړاندې دواړو ترسره شوو يو ورځنيو لوبو كې زمبابوې ته ماتې ورکړې دي.
بلخوا ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جنوبي اسيا فوټبال سياليو پايلوبه كې سبا د هند له لوبډلې سره مخ شي. د افغان کرکټ بورډ په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ د ۵ يو ورځنيو او ۲ شل اوريزو سياليو د لړۍ درېيمه يو ورځنۍ لوبه نن د افغانستان په وخت د مازيګر په درې نيمو بجو پيلېږي.
افغانستان تر دې وړاندې دواړو ترسره شوو يو ورځنيو لوبو كې زمبابوې ته ماتې ورکړې دي.
بلخوا ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جنوبي اسيا فوټبال سياليو پايلوبه كې سبا د هند له لوبډلې سره مخ شي.
افغاستان وړمه ورځ په نيمه پايلوبه كې سريلانکا ته په پنځو ګولونو ماتې ورکړه او تر هغې وړاندې يې بنګله دېش ته درې – صفر، بوتان ته څلور – صفر او مالديف ته د يو په مقابل كې په څلورو ګولونو ماتې ورکړې وه.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان دوه کاله مخکې د جنوبي اسيا فوټبال سياليو اتلولي خپله کړې وه او اوس له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.


