د طالبانو د بیلابیلو ډلو ترمنځ اتحاد او نفاق دواړه د سولې د بهیر د خنډ عوامل رامنځته کولای شي. ځکه چې د یو شمېر کارپوهانو په اند پر دغو ډلو د ځینو استخباراتي شبکو نفوذ د سولې بهیر ټکنی کوي.
د جنورۍ په لومړۍ ورځ د طالبانو د دوو مخالفو ډلو ترمنځ د اوربند خبره وشوه. د دغو طالبانو د یوې ډلې مشري ملا اخترمنصور او د بلې ډلې مشري ملا رسول کوي چې د ملا عمر د مرګ تر خبر وروسته د طالبانو جلا شوې ډله ګڼل کېږي. د طالبانو د بیلابیلو ډلو ترمنځ اتحاد او نفاق دواړه د سولې د بهیر د خنډ عوامل رامنځته کولای شي. ځکه چې د یو شمېر کارپوهانو په اند پر دغو ډلو د ځینو استخباراتي شبکو نفوذ د سولې بهیر ټکنی کوي.
د جنورۍ په لومړۍ ورځ د طالبانو د دوو مخالفو ډلو ترمنځ د اوربند خبره وشوه. د دغو طالبانو د یوې ډلې مشري ملا اخترمنصور او د بلې ډلې مشري ملا رسول کوي چې د ملا عمر د مرګ تر خبر وروسته د طالبانو جلا شوې ډله ګڼل کېږي.
د ملا محمد عمر د مرګ خبر هغه وخت افشا شو چې د افغان دولت او مخالفانو ترمنځ يې د اسلام آباد په مري ښار کې مخامخ خبرې تر سره شوې او وویل شول چې دا خبرې به د سولې تر یقيني کېدو پورې دوام کوي. د ملا عمر مرګ دغه خبرې شاته وغورځولې او په ظاهره داسې تمثیل شوه چې یو شمېر طالبان له دې خبرو اترو سره مخالف دي.
ملا اختر محمد منصور چې د دې ډلې مرستیال و، په یو عجیب او بیړني اقدام کې د طالبانو د مشر په توګه اعلان شو، خو یو شمېر نور طالبان د هغه له مشري سره خپل مخالفت څرګند کړ او د ملا رسول په نامه يې بل کس د خپل مشر په توګه معرفي کړ.
د دغو پېښو رامنځته کېدل د سولې خبرې ټکنۍ کړې او افغان دولت هم وویل چې له هر هغه چا سره چې د نظام په مقابل کې درېږي ځواب ورکوي. ملا اختر منصور هم چې تر خپل انتخاب وروسته د سولې خبرې رد کړې وې، دا اندېښنه راولاړه کړه چې د سولې خبرې په ټپه ودرېدې. خو د پاکستان دولت چې د افغانستان په چارو کې د مداخله کوونکي په توګه ورته ګوته نیول کېږي، د سولې د خبرو د بیا پيلولو نارې سوري اوچتې کړې او دا ژمنه يې وکړه چې دا ځل به د یوه پروګرام له مخې له دې بهیر سره مرسته کوي او طالبان به خبرو ته راماتوي.
د اسیا زړه کنفرانس افغان حکومت وهڅاوه چې یو ځل بیا د پاکستان پر ژمنو باور وکړي او د سولې د خبرو پر څرنګوالي له پاکستان سره خبرې وکړي.
د دغو خبرو لپاره یوه څلور اړخيزه کميټه جوړېدونکې ده چې ښايي د جنورۍ په یوولسمه خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړي چې لوري به يې افغانستان، پاکستان، امریکا او چين وي.
یو شمېر مبصرین په دې باور دي که چېرته امریکا او چين په ټينګ ډول پر پاکستان فشار راوړي دا امکان شته چې دا ځل د سولې خبرې يقيني شي او افغانستان د ثبات په لور ګام اوچت کړي. خو دوی په عين حال کې دا اندېښنه هم لرله چې کېدای شي د طالبانو ترمنځ د ډلو شتون دا خبرې بیا له شک و تردید سره مخ کړي. ښايي یوه ډله خبرو ته حاظر شي او بله ډله دا خبرې هيڅ ونه مني. اوس چې د د طالبانو د بیلو شوو ډلو ترمنځ د اوربند خبره کېږي، ښايي هغې اندېښنې ته پآم وي چې د سولې خبرې په پیل کې له خنډ سره مخ کولای شوای. رسنيو نن رپوټ ورکړ چې د ملا اختر منصور او ملا رسول پلویانو پخپل منځ کې روغه کړې. خو دغه روغه له ځینو شکونو سره مله ښکاري ځکه ویل کېږي چې د ملارسول استازو ته له ملا اختر منصور سره د لیدلو اجازه نه ده ورکړ شوې.
افغانان چې سولې ته تږي دي او د بیلابیلو اړخونو له خوا سولې ته د قدم ايښودولو هر اقدام ته هرکلی وايي، د شته شکونو باوجود دا تمه لري چې د سولې خبرې پیل او ډېر ژر یوه نتیجه ولري. له دې کبله د دوی غوښتنه دا ده چې افغان حکومت هم په څلور اړخيزه ناسته او هم له خپلو مخالفانو سره په مخامخ ناستو کې له یو قوي دریځ نه خبرو ته داخل شي او دا زمینه له منځه یوسي چې له دې خبرو هم د افغانستان دښمنان د خپلو موقتي ګټو لپاره استفاده وکړي.


