د خوست والي حكم خان حبيبي وايي، د تېر کال په پرتله د دغه ولایت عوايد ۱۹،۲۶ فيصده زيات شوي دي.
دا څرګندونې د خوست والي حکم خان حبیبي پرون د یو خبري کنفرانس پر مهال د سږ کال د عوایدو لوړیدو په تړاو وكړې او د زیاتیدو پر لاملونو یې هم رڼا واچوله.
ده وویل، په ۱۳۹۳ کال کې د خوست عواید ۷۶۱ مېلیونه افغانۍ وو خو سږ کال دغه کچه ۹۰۸ مېلیونه افغانیو ته لوړه شوې ده. د خوست والي حكم خان حبيبي وايي، د تېر کال په پرتله د دغه ولایت عوايد ۱۹،۲۶ فيصده زيات شوي دي.
دا څرګندونې د خوست والي حکم خان حبیبي پرون د یو خبري کنفرانس پر مهال د سږ کال د عوایدو لوړیدو په تړاو وكړې او د زیاتیدو پر لاملونو یې هم رڼا واچوله.
ده وویل، په ۱۳۹۳ کال کې د خوست عواید ۷۶۱ مېلیونه افغانۍ وو خو سږ کال دغه کچه ۹۰۸ مېلیونه افغانیو ته لوړه شوې ده.
د حبيبي په خبره په دې حساب سره د سږ کال عواید د تېر کال په پرتله ۱۹،۲۶ فيصده لوړ شوي دي: (( زموږ د ۱۳۹۳ مالي كال عوايد ۷۶۱ ميليونه افغانۍ اما د ۱۳۹۴ كال عوايد ۹۰۸مليونه افغانۍ دي چې د فيصدۍ له مخې ۱۹ اعشاريه ۲۶ فيصده او د رقم پر اساس ۱۴۷ مليونه افغانۍ زيادت ښيي.))
د خوست والي حکم خان حبیبي همدا راز زياته كړه، که چېرې د غلام خان بندر لار رسما ټرانزیټ ته خلاصه شي شي، تمه شته چې د دې عوایدو کچه په بې سارې ډوله لوړه شي.
د نوموړي په خبر، دا لار د هېواد د نورو بندرونو په پرتله لنډه او اقتصادي ده، نو ځكه یو ځل بیا په دې اړه له جمهور رئیس او اجرایه رئیس څخه غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي: (( كه چېرته زموږ د غلام خان بندر ټرانزيټي لاره خلاصه واى، نو په ګمركي عوايدو كې به مو يوازې نوي يا سل فيصده زيادت راغلى واى.))
د خوست والي د خپلو خبرو په دوام وویل، هڅه یې داده چې د دغه ولایت په ټولو ادارو کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.
نوموړی وايي، د عوایدو لوړېدو یو علت دا هم دی چې د پخوا په نسبت په دولتي ادارو کې د فساد مخه نیول شوې او دا لړۍ به روانه وساتي: (( ځينې اشخاص مو عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي، د هغوى دوسيې تر څېړنې لاندې دي، په راتلونكي كې به د دې شاهد واوسو چې دغه تورن كسان به محكمې ته خپل ځواب وايي.))
والي دغه راز په خپلو خبرو کې د کورنیو چارو له وزارت څخه هم غوښتنه وکړه څو په سرحدي سیمو او بندرونو کې داسې کسان پر دندو وګماري چې په فساد کې ښکېل نه وي.
خوست یو له هغو مهمو ټرانزیټي ولایتونو څخه دی چې که پاملرنه ورته وشي هېواد ته د عوایدو راټولو په ستر مرکز بدلیدای شي.


