د غیر قانوني یا ناراجسټر شويو سیم کارټونو د خرڅلاو غږونه، اوس د جلال اباد ښار په ګوټ ګوټ کې اوریدل کیږي او هر څوك كولى شي چې دا سيمكارټونه د خپلې هر ډول جرمي استفادې لپاره په اسانه ترلاسه كړي.
همدا وجه ده چې د ښار اوسیدونکي وايي، مسوول چارواکي تل د دغو چارو د مخنیوي خبره کوي خو په عمل کې تر اوسه څه نه دي لیدل شوي.
یوشمیرخلک وایي، غیرقانوني یا ناراجسټر شوي سیمکارتونه د خلکو د ځورولو، تهدید او ان په ځینو مواردو کې په اختطاف يا ترهګریزو کړنو کې هم استعمالیږي.
د غیر قانوني یا ناراجسټر شويو سیم کارټونو د خرڅلاو غږونه، اوس د جلال اباد ښار په ګوټ ګوټ کې اوریدل کیږي او هر څوك كولى شي چې دا سيمكارټونه د خپلې هر ډول جرمي استفادې لپاره په اسانه ترلاسه كړي.
همدا وجه ده چې د ښار اوسیدونکي وايي، مسوول چارواکي تل د دغو چارو د مخنیوي خبره کوي خو په عمل کې تر اوسه څه نه دي لیدل شوي.
یوشمیرخلک وایي، غیرقانوني یا ناراجسټر شوي سیمکارتونه د خلکو د ځورولو، تهدید او ان په ځینو مواردو کې په اختطاف يا ترهګریزو کړنو کې هم استعمالیږي.
اوسمهال په هیواد کې پنځه لوی مخابراتي شبکې فعالیت کوي، چې له دغو څخه روشن، اتصالات، ام ټي ان او افغان بیسیم سیمکارټونه له راجسټر پرته په ازاد او ښکاره ډول په بازار کې خرڅیږي.
د جلال اباد ښار یو شمېر استوګن په دغه ولایت کې د ناامنیو زیاتېدا او د خلکو ځورونې یو لامل همدا د ناراجسټر شویو سیمکارتونو ګرم بازار په ګوته كوي او له حکومته غواړي چې ددې چارې په مخنیوي کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د هغوی په وینا ډېری مخالف وسله وال له دغو سیمکارتونو چې بیه یې ډيره ټيټه ده، د ځان لپاره يو يا دوه دانې سيمكارتونه رانيسي او هدف ته تر رسېدو وروسته يې له منځه وړي.
د ښار اوسېدونكى شفيق الله همدا خبره كوي او وايي، یو شمېر ځوانان هم له یادو سیمکارتونو په ګټې اخستنې د پردیو ښځو د ځورنې لامل کیږي: ((د ښار په هر ځای چې تیریږې، همدا غږونه اورې واخلئ! سیمکارټونه واخلئ! سیمکارټونه… خو همدغه سیمکارټونه وسله وال هم اخلي او بیا پرې خلکو ته مشکل جوړوي او ځوانان يې هم اخلي تر څو پردۍ تور سرې وځوروي.))
د جلال اباد اوسېدونكى سيد كريم هم د سيمكارتونو په دا ډول پرانيستي بازار نيوكه لري او وايي، له هېڅ احتمال او امكان نه لرې خبره نه ده چې وسله والې ډلې دې دغو سيموكارتونو ته لاسرسى پيدا نه كړاى شي: ((همدغه سیمکارټونه غله اخلي، ډاکوان يې اخلي، طالبان یې اخلي، داعش یې اخلي او بیا خلکو ته پرې ازار او اذيت رسوي.))
خو په جلال اباد ښار کې یو شمېر د همدغو نا راجسټر شویو سیمکارټ پلورونکي بیا وایې، پکار ده چې دولت او اړوندې ادارې د هغو ناراجسټر شویو سیمکارتونو عمده پلورنکو مخه ونیسي چې د صرافۍ په بازار كې په ښکاره ډول د مشتریانو په واک کې ورکول کیږي.
عبدالنافع همدغسې يو : ((د مخابراتي شبکو له لورې هم غیر راجستر شوي سیمکارتونه د موټر په واسطه د ښار ګوټ ګوټ کې ويشل كېږي او خرڅېږي.))
نافع زياتوي: (( عمده پلورونکي په بدلو تذکرو له اړونده شرکتونو څخه سیمکارتونه اخلي او بیا یې په موږ پرچون پلورونکو خرڅوي.))
خو په ننګرهار كې د مخابراتو رياست چارواكي بيا كليد ته وايي، د دوی د څارنې ټیم چې د څارنوالۍ، ملي امنیت، ولایت او قوماندانۍ استازي په کې وي، تل له بازار څخه غیر قانوني سیمکارټونو ټولوي او په دې تړاو یې څو ځلې پلورونکي هم نیولي دي.
د دغې ادارې د رئيس عبدالرزاق ثاقب په قول، د ناقانونه سيمكارټونو د پلورونکو نیول او د سیمکارټونو ټولول د ستونزې د حل وروستۍ لاره نه ده بلكې دمګړۍ د اترا ادارې د بایومیټرک کار نهایی شوی چې په مرسته به يې د غير قانوني سيمكارتونو د وېش ستونزه خورا راكمه شي.
خو په جلال اباد كې بيا د مخابراتي شبكو له ډلې د اتصالات شبكه بيا وايي له هغې ورځې چې حکومت پر غیر ثبت شويو سیمکارټونو پلورلو باندی بندیز لګولى، د دوى مخابراتي شركت خپلو مشتريانو ته له بېلا بېلو لارو د سيمكارت ثبتولو د جدي اړتيا په اړه خپل پېغام رسولى دى.
د اتصالاتو د رسنيو د برخې مشر مدیر کفایت الله نبي خیل کلید ته په همدې اړه وغږېده: ((اوسمهال چې کوم سیمکارټونه بازار کې خرڅېږی، دغه سیمکارټونه له مخابراتي شرکت نه د یو چا په نامه یو ځل ثبت شوي، نو بیا يې هغه اخستونکی په نورو کسانو پلوري.))
نبی خیل د کلید د هغه پوښتنې په ځواب کې چې دا ټول سیمکارټونه په جعلي تذکرو ویستل شوي وویل: (( د تذکرو جعل معلومول د یو شرکت لپاره ستونزمن او ناممکن کاردی.))
دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې که څه هم چارواکي وخت ناوخته په جلال اباد ښار کې د غير قانوني سیمکارټونو د راټولولو کمپاینونه تر سره کوي؛ خو لیدونکي په دې اند دي، چې تر څو یې مخابراتي شبکې کنټرول نه کړي، د کنټرول وړ خبره نه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


