ads

كندهار كې د خطاطۍ هنر بېرته په غوړېدو دى

كمپيوټر كه ورځ تر بلې د نورو پرمختګونو تر څنګ په فونټونو كې هم خورا جالب تغييرات رامنځته كوي او د عامو خلكو كار يې خورا اسانه كړى دى، خو پر لاس د ښكلي خط ليكنې او خطاطي لا هم ځانګړى ځاى لري.په كندهار غوندې تاريخي ښار كې خو څو لسيزې وړاندې د دې فن […]

نویسنده: TKG
9 مرغومی 1394
كندهار كې د خطاطۍ هنر بېرته په غوړېدو دى

كمپيوټر كه ورځ تر بلې د نورو پرمختګونو تر څنګ په فونټونو كې هم خورا جالب تغييرات رامنځته كوي او د عامو خلكو كار يې خورا اسانه كړى دى، خو پر لاس د ښكلي خط ليكنې او خطاطي لا هم ځانګړى ځاى لري.
په كندهار غوندې تاريخي ښار كې خو څو لسيزې وړاندې د دې فن مينه وال خورا زيات وو، مګر څه موده كېده چې دا هنر هم دغلته د ژوند د نورو برخو په څېر له تشويش وړ حالت سره مخ و.
اوس بيا ويل كېږي چې دلته د خطاطۍ د هنر بې شمېره ځوانو مينه والو د دې فن زده كړې ته مخه كړې او دا هنر اوس بېرته په كندهار كې خپل پخواني معراج ته رسېدونكى دى. كمپيوټر كه ورځ تر بلې د نورو پرمختګونو تر څنګ په فونټونو كې هم خورا جالب تغييرات رامنځته كوي او د عامو خلكو كار يې خورا اسانه كړى دى، خو پر لاس د ښكلي خط ليكنې او خطاطي لا هم ځانګړى ځاى لري.
په كندهار غوندې تاريخي ښار كې خو څو لسيزې وړاندې د دې فن مينه وال خورا زيات وو، مګر څه موده كېده چې دا هنر هم دغلته د ژوند د نورو برخو په څېر له تشويش وړ حالت سره مخ و.
اوس بيا ويل كېږي چې دلته د خطاطۍ د هنر بې شمېره ځوانو مينه والو د دې فن زده كړې ته مخه كړې او دا هنر اوس بېرته په كندهار كې خپل پخواني معراج ته رسېدونكى دى.
دغلته د خطاطۍ د عروج له دورې نه اوس هم ځينې استادان پاتې دي چې نه يوازې خپل هنر مخته وړي بلكې سلګونه نور ځوانان هم په مسلسل ډول د خطاطۍ له فن سره اشنا كوي.
نجيب الله قريب همدغسې يو استاد دى چې په وينا يې له ۱۸ كلونو راهيسې د خطاطۍ كار كوي او سلګونه نور ځوانان يې هم روزلي دي.
د قريب په خبره، دا یو لرغونی هنر دی خو په تېرو شاوخوا څلویښتو کلونو کې يې سخته ضربه خوړلې وه مګر خلك يې اوس بېرته په ارزښت پوه شوي دي: (( زما اتلس کاله کیږي دا هنر مې زده کړی او هره ورځ تر یو نیم سلو پورې ځوانانو ته دا هنر په بلا عوضه ډول ور زده کوو.))
نصیب الله او شفیع الله هغه دوه تنکي ځوانان دي چې تازه يې د خطاطۍ زده کړې پیل کړي او غواړي دغه هنر زده کړي.
د دوی په خبره، له کوچنيوالي څخه يي دغه هنر سره مینه درلوده او غواړي دا هنر په ډيره مینه لومړى زده كړي او بيا په كې د استادۍ كچې ته ورسېږي.
نصيب الله همدا خبره كوي: (( زه ډېر خوشاله يم چې څه ناڅه مې په كې زده كړي، اول مې خط سم نه و، دلته ډېر خط راباندې ليكي، له وړكتوبه مې د دې فن له زده كړې سره مينه وه.))
شفيع الله هم نورو همزولو ته د وړانديز په شكل يو نظر لري: (( ډېر مهم فن دى، د خلكو خط ورسره سمېږي، نورو ځوانانو او همزولو نه مې هيله دا ده چې د مدرسو، مكتبونو تر څنګ دې دا هنر هم زده كړي.))
امان الله درخشان چې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښکلو هنرونو د برخې مسوول دی هم وايي چې اوس مهال په دې ولایت كې د خطاطۍ هنر ته د ځوانانو لیوالتيا زیاته شوې ده.
درخشان زياتوي چې دولت باید د هنرونو د راژوندي کولو لپاره کار وکړي تر څو یو شمیر له پښو لویدلي هنرونه بېرته پر پښو ودرېږي او پخواني اوج ته ورسېږي: (( اوس مهال دا هنر د غوړیدو په حال کې دی  او د ځوانانو لیوالتیا هم ورته زیاته شوې ده. دولت باید هنرونو ته زیاته توجه وکړي))
خطاطي یا خوش نویسي په نړۍ کي یو پیژندل شوی او لرغونى هنر دی چي په مخکنیو پیړیو کې يې د نړۍ او امپراتوريو په كچه ځانګړي مخترعين، نوښتګر او د طرز نويسۍ رامنځه كوونكي درلودل.
دا مهال په کندهار کې ډيری ځوانان د عصري زده کړو تر څنګ د خپلې خاصې علاقې او شوق له مخې پر دغه هنر رامات شوي، خو په دولتي كچه ورته كومه خاصه برنامه لا هم نشته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA