ads

افغانستان په دوهمه يوه ورځنۍ لوبه كې هم زمبابوې ماته كړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې لوبډلې ته په دويمې يو ورځنۍ لوبه كې، چې د افغان كركټ بورډ په كوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شوه، هم ماتې وركړه.د دې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.د زمبابوې لوبډلې په ټاكل […]

نویسنده: TKG
9 مرغومی 1394
افغانستان په دوهمه يوه ورځنۍ لوبه كې هم زمبابوې ماته كړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې لوبډلې ته په دويمې يو ورځنۍ لوبه كې، چې د افغان كركټ بورډ په كوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شوه، هم ماتې وركړه.
د دې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
د زمبابوې لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ۲۵۴ منډو هدف وټاکه.
دولت ځدراڼ د سيالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول او محمد نبي او روښان بارکزي دوه دوه وېکټې واخيستې.

افغان لوبډلې ياد هدف په ۴۷ اعشاريه ۴ اورونو كې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او لوبه يې وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړى شهزاد محمدي اعلان شو، هغه ۱۳۱ ناسوځېدلې منډې جوړې كړې.
تر دې مخكې د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه كې هم افغانستان، زمبابوې ته ستره ماتې وركړې وه.
د افغانستان او زمبابوې د كركټ ملي لوبډلې به خپله درېيمه يو ورځنۍ لوبه د راتلونكې شنبې په ورځ ترسره كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA