ads

ګډې اقتصادي ګټې، د سولې تضمين وركوي

که څه هم په وروستیو څو اوونيو کې د ځینو نویو سیمه ييزو او نړيوالو هڅو په نسبت د افغان سولې مسئله یو څه هیله بښونکې شوې ده، خو دا پروسه د پاکستان له خوا د سولې په برخه کې پر ورکړل شویو ژمنو او رښتنې همکارۍ پورې تړلې ده، ځکه تر هغه پورې چې […]

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1394
ګډې اقتصادي ګټې، د سولې تضمين وركوي

که څه هم په وروستیو څو اوونيو کې د ځینو نویو سیمه ييزو او نړيوالو هڅو په نسبت د افغان سولې مسئله یو څه هیله بښونکې شوې ده، خو دا پروسه د پاکستان له خوا د سولې په برخه کې پر ورکړل شویو ژمنو او رښتنې همکارۍ پورې تړلې ده، ځکه تر هغه پورې چې د جګړه مارو مرکزونه په پاکستان کې موجود وي او د تړلو هڅه يې ونه شي، داسې هيلې ډېر ژر په نهيلیو بدلېدای شي.  که څه هم په وروستیو څو اوونيو کې د ځینو نویو سیمه ييزو او نړيوالو هڅو په نسبت د افغان سولې مسئله یو څه هیله بښونکې شوې ده، خو دا پروسه د پاکستان له خوا د سولې په برخه کې پر ورکړل شویو ژمنو او رښتنې همکارۍ پورې تړلې ده، ځکه تر هغه پورې چې د جګړه مارو مرکزونه په پاکستان کې موجود وي او د تړلو هڅه يې ونه شي، داسې هيلې ډېر ژر په نهيلیو بدلېدای شي. 
افغانان په دې باور دي، د افغانستان کشاله چې تر ډېره سیمه ييز او نړیوال اړخونه لري، حل يې تر هرڅه وړاندې ګډې اقتصادي ګټې تضمینولای شي. د ټاپي نللیکې د پروژې پرانستل کېدل، هغه لویه اقتصادي پروژه ده چې کولای شي په لویه کچه د سیمې ګڼ هېوادونه په اقتصادي لحاظ سره نږدې او دا زمینه مساعده کړي چې د افغان سولې له پاره په سیمه ييزه کچه پراخې او د باور وړ هڅې وشي. که څه هم د ټاپي نللیکې د پروژې په وړاندې یو شمېر ننګونې لا هم شته، خو د دې پروژې پرانسته تر ډېره بریده د سولې په نسبت د افغانانو هيلې زیاتې کړې دي. دا هغه پروژه ده چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز پاکستان او د جنوبي اسیا نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.
سربېره پر دې پر افغان سولې د یو شمېر نړیوالو هېوادونو لکه انګلستان او د ملګرو ملتونو د سازمان ټینګار هم د دې ښکارندويي کوي چې ښايي دغه پروسه دا ځل یو څه جدي وي. انګلستان او د ملګرو ملتونو سازمان چې په دې وروستیو کې پراخې ناامنۍ د عادي افغانانو له پاره ډېرې ګواښوونکې بولي، په دې پروسه کې د همکارۍ ژمنې کړې دي. داسې ښکاري چې د سولې پر پروسې د پاکستان وروستي ټينګارونه یوازې د پاکستان نوښت نه، بلکې په دې برخه کې د نړیوال حرکت اغېز وي.
د اسیا زړه په کنفرانس کې پاکستان ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د سولې پروسې په څرنګوالي د بحث له پاره خپل یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته رالېږي او د سولې د پروسې د پرمخ بېولو له پاره د یوې ځانګړې کمېټې پر جوړولو خبرې وشي. خو د سولې د خبرو له هوکړې سره سم د هېواد په بېلابېلو سیمو او په تېره په جنوب او ختیځ کې د دولت د وسله والو مخالفانو بریدونو زور اخستل د پوښتنې وړ مسئله ده. ځکه ډېر ځله چې د سولې د خبرو بحث رامنځته شوی، جنګ جګړې هم سم له واره ګواښوونکي شوي دي او د سولې په نسبت يې د افغانانو هيلې څه ناڅه ټکنۍ کړې دي.
د بیلابیلو دلایلو له وجي داسې ښکاري چې دا پروسه به یو څه ځنډنۍ پيلېږي او امنیتي وضعیت به هم ورسره ډاډمن نه وي، ځکه د سولې پر خبرو اترو له هوکړې وروسته د دولت د مخالفانو له خوا د بریدونو پيلول او د هغوی په لاس د هېواد په جنوبي ولایت هلمند کې د یو- دوو سیمو د سقوط اندېښنو دا وېره زیاته کړې ده. دا وېره هغه وخت له منځه ځي چې د افغان دولت او مخالفانو ترمنځ يې د تېر ځل په څېر د مخالفانو له خوا تر خبرو اترو وروسته بیا جګړې زور وانه خلي او پاکستان له خپلو ژمنو په شا نه شي او د ځان په ګټه د يو بل فرصت په لټه کې نه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA