د ننګرهار ولایتي اداره وايي، هڅې یې پيل کړي، چې جلال اباد ښار ته له نغلو د راغلې بریښنا د لاينونو پرېكولو ستونزې ته د قومي مشرانو په مرسته دایمي حل پيدا کړي.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابل نغلو بریښنا بند څخه جلال اباد ښار ته د راغلې بریښنا مزي د سروبي ولسوالۍ (اوزبین) سیمه کې د دوو سیمه ییزو قوماندانانو له لورې پرې او پر جلال اباد ښار دغه وارداتي بریښنا پرې شوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل، چې هڅې یې پيل کړي تر څو دغې ستونزې ته دایمي حل لاره پيدا کړي. د ننګرهار ولایتي اداره وايي، هڅې یې پيل کړي، چې جلال اباد ښار ته له نغلو د راغلې بریښنا د لاينونو پرېكولو ستونزې ته د قومي مشرانو په مرسته دایمي حل پيدا کړي.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابل نغلو بریښنا بند څخه جلال اباد ښار ته د راغلې بریښنا مزي د سروبي ولسوالۍ (اوزبین) سیمه کې د دوو سیمه ییزو قوماندانانو له لورې پرې او پر جلال اباد ښار دغه وارداتي بریښنا پرې شوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل، چې هڅې یې پيل کړي تر څو دغې ستونزې ته دایمي حل لاره پيدا کړي.
هغه د یادې ستونزې د اوږدیدو د علت په اړه وویل، چې دغه چاره یې د په دې خاطر کړې، چې ولایتي ادارې نه غوښتل ستونزه له نظامي اړخه حل کړي.
د والي ویاند دغه راز وايي، چې د بریښنا د ستونزې د حل په موخه یې له امنیت شورا، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، د ملي امنیت عمومي ریاست او افغانستان بریښنا شرکت عمومي ادارې سره څو ځلې اړیکې نیولې دي.
د عطاء الله خوګیاڼي په وینا ټولو ادارو ورته د نظامي مرستې ډاډ ورکړی؛ خو دوی دغې ستونزې د قومي حل په لټه کې دي.
د ننګرهار ولایتي اداره په داسې حال کې د دغې ستونزې د حل لپاره د هلو ځلو خبر ورکوي، چې تر دې وړاندې د بریښنا رییس انجینر محب الرحمن مومند له کلید سره د یوې ځاګړې مرکې پرمهال ویلي و، چې د یادې ستونزې حل یې نور په وس پوره نه دی.
هغه دغه راز وویل، چې په دې اړه یې د ډیرو هلو ځلو نتیجه ورنکړه؛ نو ځکه یې له ولایتي ادارې، مرکزي حکومت او د ننګرهار له ولسونو غوښتي، چې ورته د حل لار ولټوي.
په همدې حال کې د جلال اباد ښاریان پر ولایتي ادارې نیوکه کوي، چې د بریښنا د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.
د دوی شکایت دا دی، چې د ژمي په دې یخو شپو ورځو کې بریښنا ته ډیره اړتیا لیدل کیږي؛ خو د ننګرهار ولایتي ادارې یې هیڅ غم نه دی خوړلی.
دوی د ولایتي ادارې یادې هڅې نمایشي ګڼي او غوښتنه کوي، چې باید جدي اقدام ترسره شي.
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته له نغلو بریښنا کوټه راغلې بریښنا که څه هم په ډیرو لویو لګښتونو تر جلال اباد ښار رارسیدلې؛ خو کارپوهان یې ځکه بې ګټې ګڼي، چې همیشه له ورته ستونزو سره مخ وي.


