ads

سرتاج عزيز: د هند- پاكستان د سولې خبرو ته خوشبين نه يم

د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو اړيکو سلاکار وايي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د ۲۰۱۶ ميلادي کال د سولې خبرو ته خوشبينه نه دى.سرتاج عزيز د پاکستان له ملي راډيو سره په مرکه کې وويل، تمه نه کوي، چې د جنوري مياشتې مذاکراتو کې به دواړه خواوې يوې هوکړې ته ورسېږي.هغه دغه […]

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1394
سرتاج عزيز: د هند- پاكستان د سولې خبرو ته خوشبين نه يم

د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو اړيکو سلاکار وايي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د ۲۰۱۶ ميلادي کال د سولې خبرو ته خوشبينه نه دى.
سرتاج عزيز د پاکستان له ملي راډيو سره په مرکه کې وويل، تمه نه کوي، چې د جنوري مياشتې مذاکراتو کې به دواړه خواوې يوې هوکړې ته ورسېږي.
هغه دغه راز وړانديز وکړ، چې لومړى بايد جګړې مهار او د کشمير په اوږدو کې اوربند اعلان شي. د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو اړيکو سلاکار وايي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د ۲۰۱۶ ميلادي کال د سولې خبرو ته خوشبينه نه دى.
سرتاج عزيز د پاکستان له ملي راډيو سره په مرکه کې وويل، تمه نه کوي، چې د جنوري مياشتې مذاکراتو کې به دواړه خواوې يوې هوکړې ته ورسېږي.
هغه دغه راز وړانديز وکړ، چې لومړى بايد جګړې مهار او د کشمير په اوږدو کې اوربند اعلان شي.
سرتاج عزيز زياته كړه، د هند لومړي وزير نرېندرا مودي په لاهور کې له خپل پاكستاني سيال نواز شريف سره هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو
وزيران به جنوري مياشت کې يوه ګډه غونډه جوړه کړي او په يو شمېر مسايلو به بحثونه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA