د كندهار خلك شكايت كوي چې په دې وروستيو كې دغلته د بې كارۍ كچه لوړه شوې او هله ورځ سلګونه كارګر د دې ښار په شهيداانو څلورلارې، چارسو او نورو چوكونو پر سر تر ماښامه درېدلي پاتې شي خو كار نه ورته پيدا كېږي.
دا کاریګر ډیری د نورو ولایتونو مسافر دي چې د هوټل خرڅ نه لري او د ژمي یخې شپې پر همدې چوکونو سبا کوي.
د دوی په خبره، د بیکارۍ له امله كله كله دې ته ځان مجبور احساس كړي چې په جنایي کړنو لاس پورې کړي.
دوی له دولت او ملي سوداګرو غواړي چي ورسره مرسته وکړي او ورته د کار زمینه برابره کړي. د كندهار خلك شكايت كوي چې په دې وروستيو كې دغلته د بې كارۍ كچه لوړه شوې او هله ورځ سلګونه كارګر د دې ښار په شهيداانو څلورلارې، چارسو او نورو چوكونو پر سر تر ماښامه درېدلي پاتې شي خو كار نه ورته پيدا كېږي.
دا کاریګر ډیری د نورو ولایتونو مسافر دي چې د هوټل خرڅ نه لري او د ژمي یخې شپې پر همدې چوکونو سبا کوي.
د دوی په خبره، د بیکارۍ له امله كله كله دې ته ځان مجبور احساس كړي چې په جنایي کړنو لاس پورې کړي.
دوی له دولت او ملي سوداګرو غواړي چي ورسره مرسته وکړي او ورته د کار زمینه برابره کړي.
د پهلوان په نوم يو ځوان همدا فرياد لري او وايي، داسې كاريګر پېژني چې په مياشتو كار نه ورته پيدا كېږي: (( دلته هېڅ كار نه پيدا كېږي، داسې انسانان شته چې ولا كه يې په درې درې مياشتو كې يوه ورځ كار كړى وي، ټول د هوټليانو پوروړي دي اوس يې د شپې په هوټل كې نه پرېږدي، پردغه سړك او چوك كې خواران پراته وي.))
ښكلا نور بيا بل ځوان دى چې دياړۍ ته له ډېر لرې ځايه كندهار ته راوتى، خو دلته نه په هوټل كې د اوسېدو پيسې لري نه يې كور ته په مزدورۍ برابرولى شي.
هغه په ډكو سترګو وايي، د ژمي په دې يخو شپو كې يوازې په يو پټو يا څادر كې د سړك پر غاړه ويده كېږي: (( موږ ويل دلته به مزدوري وكړو له خارج او ايران نه به خوندي يوو، اوس نو بده ورځ راغلې ده نه كار شته، نه د اوسېدو ځاى لرو، بس ډلې ډلې مزدوران دلته پر سړك چېرته ګوښه ځاى سهي كړي پرې ويدېږي، هېڅوك له يو څادر زيات څه نه لري. غوښتنه مې داده چې موږ ته يو كاروبار پيدا شي چې نور مو له ژونده زړه تور دى.))
عبدالله جان هم ډك زړه د كندهار ښار له مزدورانو سره ټوله ورځ د دياړۍ د پيدا كېدو په انتظار تېروي او شپه بيا د يخې هوا د ماتېدو په تمه: (( نور مو زړه راډك دى، زما د هېواد له مشر څخه غوښتنه ده چې كه زموږ په غږ يې سر خلاصېږي نو موږ ته دې يو كار پيدا كړي، ډېر مجبور ځوانان دلته راټول شوي دي.))
جانان مومن بيا هغه ځوان مدني فعال دی چي څه موده مخكې يي د خپلو ملګرو او ټولنیزي رسنۍ په مټ یوه اندازه نغدي مرسته ترلاسه او د ۵۰ تنو هغو روزمزد پسې ستړيو مزدورانو سره يې د ژمنيو توكو مرسته پرې وكړه چې د يخنۍ شپې به يې د كندهار تر اسمان لاندې د خداى اسرې ته سبا كولې.
مؤمن له دغو کسانو سره د مرستې د انګېزې د پیدا کېدو په اړه داسې وايي: ((یو ماخستن زه کورته روان وم، چې د شهیدانو پر چوک مې ولیدل، په دا یخه شپه كې کارګر پر پياده رو بیده دي. نو بیا مې د فیسبوک په مرسته له ملګرو یوه اندازه پیسې ترلاسه کړې او ۵۰ تنو ته مو د ژمي ځيني لوازم وویشل.))
مؤمن وايي هر کس کولای شي چي د دغو نادارو کسانو لاس نیوی وکړي خو د ده په وينا په دې برخه كې فقط اقدام ته اړتیا ده.
د ده په خبره، دولت، ملي سوداګر او لوى پانګه وال باید د بې کارۍ د مخنیوي لپاره اساسي او بنسټیز ګامونه واخلي: ((هر څوک باید داسي ټولنیزه مرسته وکړي فقظ اقدام ته اړتیا لري. دولت، پانګه وال او ملي سوداګر باید د هغوی لپاره اساسي غم وخوري چې دا وطن او خلك يې پر ځان بسيا نه شي ستونزې به همداسې نوې نوې راپيدا كېږي، د ځينو مجبورو ځوانانو له مجبوريته خلك نورې نورې استفادې كوي او دا بېرته د ملت په زيان تمامېږي))
د کندهار د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلینو چارو رئیس نظر علي قاطع بيا وايي، د دياړۍ په كار پسې سرګردانه كسانو د بې كاره پاتې كېدو د مخنیوي لپاره کوم خاص پلان نه لري، ځکه دومره امکانات ورسره نشته چې یادو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
قاطع زياته كړه، دوی یو شمیر حرفوي کورسونه پرانيستي چې يو لوى شمېر ځوانان يې په كې په بېلا بېلو حرفو روزلي دي: (( موږ د دوی لپاره هیڅ هم نه دي کړي او نه يې هم کولای شو. ځکه زموږ امکانات کم دي حتی د کاریابۍ شعبه لا نلرو چې خلكو ته د کار زمینه برابره کړو.))
دا په داسې حال كې ده چې د بې كارۍ مخ پر لوړه روانه كچه يوازې د كندهار د بې وزلو ستونزه نه ده بلكې له تېر كال ټاكنيزو ناندريو راهيسې چې ناامنيو هم سر كړى دى، د ټول هېواد په كچه بې كاري زياته شوې او خلك د سختو اقتصادي ستونزو ښكار ګرځېدلي.
دا مهال يو زیات شمېر ځوانان د بیکارۍ له امله یا خو جنايي کړنو لکه غلا او وژنو یا هم نورو هیوادونو ته په قاچاقي ډول تللو ته مجبوره شوي دي.


