خوست په علمي ډګر کې د چټک پرمختګ په حال کې دی. سلګونه زره ځوانان يې په مختلفو ښوونیزو مرکزونو، علمي بنسټونو او روزنځایونو کې پر زده کړو بوخت دي.
له زده کړو سره د خلكو مینه هغه څه ده چې ددې ولایت ټولې ولسوالۍ او سیمې يې له ښوونځیو برخمنې كړې دي او زده کړې په ډېر نورمال او عادي ډول په كې روان دی.
که څه هم په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په دغه ولایت کې د ښوونځيو لپاره په ګڼ شمېر کې ودانۍ جوړې شوې، خو دا چې ورځ تر بلې سیمه پراخیږي او نفوس ډېریږي، نو ښوونځي هم زیاتیږي او ورسره د ودانیو کمی په جدي اړتیا بدلیږي.
خوست په علمي ډګر کې د چټک پرمختګ په حال کې دی. سلګونه زره ځوانان يې په مختلفو ښوونیزو مرکزونو، علمي بنسټونو او روزنځایونو کې پر زده کړو بوخت دي.
له زده کړو سره د خلكو مینه هغه څه ده چې ددې ولایت ټولې ولسوالۍ او سیمې يې له ښوونځیو برخمنې كړې دي او زده کړې په ډېر نورمال او عادي ډول په كې روان دی.
که څه هم په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په دغه ولایت کې د ښوونځيو لپاره په ګڼ شمېر کې ودانۍ جوړې شوې، خو دا چې ورځ تر بلې سیمه پراخیږي او نفوس ډېریږي، نو ښوونځي هم زیاتیږي او ورسره د ودانیو کمی په جدي اړتیا بدلیږي.
ځايي اوسیدونکی وايي، که چېرې سيمه ييزې او مرکزي اړوندې ادارې په خوست کې د ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو ته ځانګړی پام وکړي، نور به هم د پرمختګ مزل چټک شي.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ یوه تن اوسیدونکي افضل محمد له کلید سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې د زده کړو په وضعیت کې تر پخوا بدلون راغلی، خو اوس هم یو شمېر ننګونې شته چې د زده کړو پر بهیر یې بد اغېز کړی دی.
نوموړی د کتابونو کمښت، د مسلکي ښوونکو کموالی او په ځانګړي ډول په ودانیز اړخ کې شته نیمګړتیاوې مهمې یادوي.
ده وویل، که چېرې د زده کړو لازم چاپېریال برابر شي، هغو ښوونځيو ته چې ودانۍ نه لري، ودانۍ جوړې شي او مناسبه پاملرنه ورته وشي، نو تمه شته چې ځوانان به نور هم پر زده کړو تمرکز ډېر کړي.
د نورو اسانتیاو تر څنګ ودانۍ او ښوونیز مناسب چاپېریال هغه اړتیا ده چې د ښو زده کړو لپاره لازمه ده.
هغه زده کوونکي چې پخوا له ورته ستونزې سره مخ وو او اوس ترې خلاص شوي وايي، د زده كړې په وضعيت کې یې ښکاره تغيیر راغلی دی.
د خوست ښار عبدالحى حبیبي لیسې یو تن زده کوونکی سيد الرحمن همدا خبره کوي. دى وايي، له کله نه چې ورته نوي وداني جوړه شوې، د زده کړو لپاره چاپېریال یې بهتر شوی او حتی تر دې چې د نورو یو شمېر ښوونځيو زده کونکو دغې لیسې ته د بدلون پاڼې راوړې دي.
په همدې حال کې ځايي مسوول چارواکي هم مني چې د ښوونځیو د ودانیو په برخه کې ستونزې دي.
د خوست والي حكم خان حبيبي په دې اړه وايي، دمګړۍ په خوست ولایت کې ۵۴ فيصده زده کوونکي د درسي ودانيو د نشتوالي له ستونزې سره لاس و ګرېوان دي او تراوسه يې كوم چا غم هم نه دى خوړلى.
نوموړي دغه څرګندونې په خوست کې د ځوانانو د ملي ستراتیژۍ په موخه د جوړې شوې غونډې پرمهال د وینا په ترڅ کې وکړې.
ده وویل، خوستي ولسونه له زده کړو سره ځانګړې مینه لري او په دې ډګر کې د سيمې د کورنیو قرباني د ستاینې وړ ده.
نوموړی وايي، له دې سره سره اوس هم په خوست کې ۵۴ فيصده ښوونځي د ودانیو له ستونزو سره مخ دي او له امله يې د لمر، باد او باران پرمهال ښوونیز بهیر ټکنی کیږي.
حکم خان حبیبي له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه، چې دې برخې ته اساسي پاملرنه وکړي.
کارپوهان په دې باور دي که د ځوان نسل د زده کړو حالت ښه کول غواړو، نو باید د چاپېریال په برابرولو باندې ډېر کار وشي.
دوی وايي، څه ډول چې کتاب، قلم، کتابچه او ښوونکی اړین دي دغسې چاپېریال هم پر زده کړو مستقیم اغېز لري.
د پوهنې په برخه کې مجرب کس مالي خان یعقوبي وايي، که چېرې ښوونځی وداني ونه لري، احاطه یې نه وي نو د زده کونکو فکر د درس پر ځای بل ځای مصروف وي.
نوموړی وايي، تر ټولو مهمه ده چې اړوند ځايي او مرکزي مسوولین د زده کړو پر مناسب چاپېریال برابرولو کار وکړي.
خوست ولايت دا مهال ۱۲ ولسوالۍ او درې مرکزي اداري واحدونه لري.
د ټول خوست په کچه په ۴۳۵ تعلیمي مرکزونو کې درې سوه، اته ویشت زره، نهه سوه درې تنه زده کوونکي په دولتي او خصوصي برنامو کې پر زده کړو بوخت دي چې له دې جملې نه يې سل زره، څلور سوه، شپږ نوي تنه نجونې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


