ads

اروزګان کې ۲۰ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په اروزګان ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۰ پروژې د ۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او په دې وروستيو كې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.د ملي پيوستون پروګرام د عامه اړيکو دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د […]

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1394
اروزګان کې ۲۰ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په اروزګان ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۰ پروژې د ۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او په دې وروستيو كې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ملي پيوستون پروګرام د عامه اړيکو دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د اروزګان ولايت په ترينكوټ، دهراوود، شهيد حساس، چورې، خاص اروزګان او ګيزاب ولسواليو كې بشپړې شوې دي.

د سرچينې په وينا، په دې پروژو کې د محافظوي دېوالونو، استنادي دېوالونو او پلګوټو جوړول او ځينې نور كارونه شامل دي، چې ۴۹۱۱ کورنۍ ترې ګټه اخلي.
سرچينه زياتوي، د ملي پيوستون پروګرام تراوسه توانېدلى، چې په اروزګان ولايت كې ۱۲۵۹ پروژې په بېلابېلو سکټورونو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA