ads

افغانستان، زمبابوې يو وار بيا په ګونډو كړه

د افغان کرکټ بورډ په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵ يو ورځنيو او ۲ شل اوريزو سياليو د لړۍ لومړۍ يو ورځنۍ لوبه افغان لوبغاړو په دوه دېرشم اوور كې  د نهه څلويښت منډو په توپير وګټله.د لوبې لومړۍ پاڼۍ افغان لوبغاړو تېره […]

نویسنده: TKG
5 مرغومی 1394
افغانستان، زمبابوې يو وار بيا په ګونډو كړه

د افغان کرکټ بورډ په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵ يو ورځنيو او ۲ شل اوريزو سياليو د لړۍ لومړۍ يو ورځنۍ لوبه افغان لوبغاړو په دوه دېرشم اوور كې  د نهه څلويښت منډو په توپير وګټله.
د لوبې لومړۍ پاڼۍ افغان لوبغاړو تېره كړه او په نهه دېرش اوورونو كې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ايله يو سل دوه ديرش منډې هدف وټاكلي شو چې زياتې منډې په كې دري شپېته او د نور علي ځدراڼ لخوا وشوې. د افغان کرکټ بورډ په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵ يو ورځنيو او ۲ شل اوريزو سياليو د لړۍ لومړۍ يو ورځنۍ لوبه افغان لوبغاړو په دوه دېرشم اوور كې  د نهه څلويښت منډو په توپير وګټله.
د لوبې لومړۍ پاڼۍ افغان لوبغاړو تېره كړه او په نهه دېرش اوورونو كې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ايله يو سل دوه ديرش منډې هدف وټاكلي شو چې زياتې منډې په كې دري شپېته او د نور علي ځدراڼ لخوا وشوې.
خو د زمبابوې لوبډلې هم ښه لوبه ونه كړاي شوه او په دوه دېرشم اوور كې يې ټول لوبغاړي په دوه اتيا منډو وسوځول شول.
د افغانستان لخوا سپين بالران حمزه هوتك د څلورو ويكټو او نبي عيسي خيل د درې ويكټو په اخستو ښځه وځلېدل.
د تېزو بالرانو له ډلې يوازې ميرويس اشرف دوه ويكټې واخيستې او د لوبې غوره لوبغاړي اميرحمزه هوتك اعلان شو.
افغانستان او زمبابوې خپله بله يوه ورځنۍ لوبه د ډسمبر په نهه ويشتمه د سه شنبې په ورځ ماسپښين درې بجې پيلوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA