ads

نن زمبابوې بيا له افغانستان سره خپل بخت ازمايي

نن د ډسمبر پنځه ويشتمه د دوبۍ په شارجه كركټ لوبغالي كې د افغانستان او زمبابوې كركټ لوبډلې د پنځه يو ورځنيو او دوه شل اوريزو كركټ سياليو لپاره سره مخامخ كېږي.لوبه به نن ماسپښين درې بجې پيل شي چې د كركټ بورډ په قول شايد يو افغاني ټلويزيوني چينل يې هم خپره كړي.افغانستان تر […]

نویسنده: TKG
4 مرغومی 1394
نن زمبابوې بيا له افغانستان سره خپل بخت ازمايي

نن د ډسمبر پنځه ويشتمه د دوبۍ په شارجه كركټ لوبغالي كې د افغانستان او زمبابوې كركټ لوبډلې د پنځه يو ورځنيو او دوه شل اوريزو كركټ سياليو لپاره سره مخامخ كېږي.
لوبه به نن ماسپښين درې بجې پيل شي چې د كركټ بورډ په قول شايد يو افغاني ټلويزيوني چينل يې هم خپره كړي.
افغانستان تر دې وړاندې هم په يو كركټ سيريز كې زمبابوې لوبډلې ته ماتې وركړې وه او په لوړو پواينټونو يې زمبابوې لوبډله يې په نړيواله كركټ درجه بندۍ كې تر شا پرېښې وه. نن د ډسمبر پنځه ويشتمه د دوبۍ په شارجه كركټ لوبغالي كې د افغانستان او زمبابوې كركټ لوبډلې د پنځه يو ورځنيو او دوه شل اوريزو كركټ سياليو لپاره سره مخامخ كېږي.
لوبه به نن ماسپښين درې بجې پيل شي چې د كركټ بورډ په قول شايد يو افغاني ټلويزيوني چينل يې هم خپره كړي.
افغانستان تر دې وړاندې هم په يو كركټ سيريز كې زمبابوې لوبډلې ته ماتې وركړې وه او په لوړو پواينټونو يې زمبابوې لوبډله يې په نړيواله كركټ درجه بندۍ كې تر شا پرېښې وه.
له زمبابوې سره د افغانستان د كركټ لوبډلې دا لوبې د نړيوال شل اوريز جام كركټ سياليو لپاره د افغانستان ټيم ته د چمتووالي په خاطر مهمې ګڼل كېږي او نتايج يې د افغانستان پر ايوريج او رينكنګ مهم اثر كوي.
په نننۍ لوبه كې به د  افغانستان لخوا افسر ځاځى، اصغر ستانكزى، دولت ځدراڼ، حشمت الله شهيدي، جاويد احمدي، محمد نبي، محمد شهزاد، نواز خان، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، رشيد خان، روښان باركزى، سميع الله شينوارى، شبير نوري، شرف الدين اشرف او يمين احمدزي له ليست څخه يوولس لوبغاړي ولوبېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA