ads

نړيوال جام سياليو ته د كركټ ملي نولس کلنه لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ټاکونکې کمېټې نن د کرکټ ۲۰۱۶ نړيوال جام سياليو لپاره ملي نولس کلنه لوبډله اعلان کړه.د كركټ بورډ له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې لوبډله كې احسان الله جنت، اكرام علي خېل، كريم جنت، محمد ظاهر احمدزى، مسلم موسى، نويد عبيد، پروېز ملكزى، […]

نویسنده: TKG
1 مرغومی 1394
نړيوال جام سياليو ته د كركټ ملي نولس کلنه لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ټاکونکې کمېټې نن د کرکټ ۲۰۱۶ نړيوال جام سياليو لپاره ملي نولس کلنه لوبډله اعلان کړه.
د كركټ بورډ له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې لوبډله كې احسان الله جنت، اكرام علي خېل، كريم جنت، محمد ظاهر احمدزى، مسلم موسى، نويد عبيد، پروېز ملكزى، شمس الرحمن ولي خېل، طارق ستانكزى او يو شمېر نور لوبغاړي شامل دي.
د سرچينې په وينا، دغه لوبډله به په نړيوالو سياليو کې له ګډون څخه وړاندې د تمريناتو پراخې لړۍ كې، چې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ترسره کېږي، ونډه واخلي. د افغانستان کرکټ بورډ ټاکونکې کمېټې نن د کرکټ ۲۰۱۶ نړيوال جام سياليو لپاره ملي نولس کلنه لوبډله اعلان کړه.
د كركټ بورډ له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې لوبډله كې احسان الله جنت، اكرام علي خېل، كريم جنت، محمد ظاهر احمدزى، مسلم موسى، نويد عبيد، پروېز ملكزى، شمس الرحمن ولي خېل، طارق ستانكزى او يو شمېر نور لوبغاړي شامل دي.
د سرچينې په وينا، دغه لوبډله به په نړيوالو سياليو کې له ګډون څخه وړاندې د تمريناتو پراخې لړۍ كې، چې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ترسره کېږي، ونډه واخلي.
سرچينه وايي، د كركټ د نولس كلنو ځوانانو ملي لوبډلې د کرکټ نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب لرونکو لوبډلو په وړاندې برياوې ترلاسه كړې او له ستر مورال سره به په نړيوال جام سياليو کې، چې د ۲۰۱۶ ميلادي کال د جنوري په ۲۷مه نېټه په بنګله دېش کې پيلېږي، لوبې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA