ads

خوست: د ښار د لویې ویالې جوړیدو دویمه برخه پیل شوه

د خوست ښار په جنوب لویدیځه برخه کې د میتي کلي په اوږدو کې د غځیدلې لویې ویالې دویمې برخې د جوړیدو چارې نن پیل شوې.خوست والي حکم خان حبیبي د یادې پروژې د کار د پیل په مراسمو کې وویل، د یادې ویالې دویمه برخه به د څلورو میاشتو په جریان جوړه او ګټې […]

نویسنده: TKG
1 مرغومی 1394

د خوست ښار په جنوب لویدیځه برخه کې د میتي کلي په اوږدو کې د غځیدلې لویې ویالې دویمې برخې د جوړیدو چارې نن پیل شوې.
خوست والي حکم خان حبیبي د یادې پروژې د کار د پیل په مراسمو کې وویل، د یادې ویالې دویمه برخه به د څلورو میاشتو په جریان جوړه او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.
د نوموړي په وینا، په دې سره به د ښار د باراني اوبو وتلو ته لاره جوړه شي او د ښار ښکلا به له زیانه وساتي. د خوست ښار په جنوب لویدیځه برخه کې د میتي کلي په اوږدو کې د غځیدلې لویې ویالې دویمې برخې د جوړیدو چارې نن پیل شوې.
خوست والي حکم خان حبیبي د یادې پروژې د کار د پیل په مراسمو کې وویل، د یادې ویالې دویمه برخه به د څلورو میاشتو په جریان جوړه او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.
د نوموړي په وینا، په دې سره به د ښار د باراني اوبو وتلو ته لاره جوړه شي او د ښار ښکلا به له زیانه وساتي.
د ښاغلي حبیبي په خبره، ددې پروژې ټولیز لګښت ۲۳ مېلیونه افغانۍ حساب شوی چې پر اوسنۍ برخه یې ۱۳،۱ مېلیونه افغانۍ لګښت کیږي.
د خوست ښاریانو تر ډېر شکایت وروسته چې باراني اوبه به یې په کورونو او دوکانونو ورتلې د یادې ویالې چې شاوخوا ۱۳۰۰ متره اوږدوالی لري کار پیل شو.
ددې ویالې اوله برخه جوړه او پاتې ۶۳۷ متره جوړیدونکي ویاله به یې د شپږو مترو په سور په اساسي ډول جوړه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA