ads

افغان: د جلال اباد رنګينۍ لپاره پر واټونو د څراغونو چاره چټكوو

د جلال اباد ښار اوسیدونکي وايي، د ښار په واټونو کې د شپې لپاره د ښاري ښکلا په موخه لګېدلي څراغونه له استعمال پرته له کاره لویدلي، او ښاروالۍ یې هیڅ غم نه خوري.خو د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین بیا د یادې ستونزې د حل لپاره د یو پلان جوړیدو خبر ورکوي او ژمنه كوي […]

نویسنده: TKG
1 مرغومی 1394
افغان: د جلال اباد رنګينۍ لپاره پر واټونو د څراغونو چاره چټكوو

د جلال اباد ښار اوسیدونکي وايي، د ښار په واټونو کې د شپې لپاره د ښاري ښکلا په موخه لګېدلي څراغونه له استعمال پرته له کاره لویدلي، او ښاروالۍ یې هیڅ غم نه خوري.
خو د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین بیا د یادې ستونزې د حل لپاره د یو پلان جوړیدو خبر ورکوي او ژمنه كوي چې ډير ژر به دغه څراغونه بېرته فعاله شي.
د جلال اباد ښار د ټولو واټونو تر غاړې یا هم د سړکونو منځ ګلدانونو کې د ښاري ښکلا او روڼولو په موخه لویې پایې او په سر کې يې څراغونه لیدل کیږي؛ خو موده كېږي چې له دې جملې څخه د شپې له مخې یوازې يو نیم څراغ روښانه وي.

د جلال اباد ښاریان وايي، ښاروالۍ د ښاري ښکلا د پلانونو خبرې ډيرې کوي؛ خو په عمل کې یې دومره کوچنی کار هم نه دی کړی.
دوی غوښتنه کوي، چې د ښاروالۍ مسوولین باید د خپلو ژمنو په عملي کولو دې  د شپې لخوا د ښاري ښکلا او روښانتيا لپاره دغه څراغونه ورغوي.
خو د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وایي، د ښاري څراغونو په ګډون یې د ښار د ښکلا په موخه د ډیرو چارو د ترسراوي پلانونه جوړ کړي دي.
د جلال اباد ښاروال حمید الله افغان له کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل، د ښاري ښکلا په موخه یې اوسمهال د ګلدانونو رنګول پيل کړي او ډیر ژر به د څراغونو د ترمیم چارې هم پیل کړي.
هغه زیاته کړه، په دې اړه یې سروې بشپړه کړې او د عملي کار لپاره یې ټول امکانات برابر کړي دي.
د جلال اباد ښاروال په ورته وخت کې نیوکه وکړه، چې د ده تر راتلو د مخه د دغو څراغونو کار سم نه دی ترسره شوی او کیفیت ته یې هم پاملرنه نه ده شوې.
حمید الله افغان ژمنه وکړه، چې دا ځل به ښاریان د ښاري څراغونو له خرابوالي شکایت ونکړي؛ ځکه په وینا یې د لوړ کیفیت وسایل یې ورته برابر کړي دي.
په جلال اباد ښار کې یوازې د ښاري ښکلا او رڼا څراغونه نه دي، چې دا ډول برخلیک لري، بلکې په دغه ښار کې په لوړ قیمت ښاري ترافیکي اشارې هم جوړې شوي؛ خو له څو لومړنیو ورځو پرته بیا تر اوسه خلک د روښانیدو په ارمان کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA