د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف وايي، په شمالي وزيرستان كې به يې عمليات د ترهګرو تر له منځه وړلو دوام وكړي.
نوموړي دا خبره پرون قبايلي سيمې شمالي وزيرستان ته د سفر په مهال وكړه.
راحيل شريف شمالي وزيرستان كې د بې ځايه شوو کډوالو د بېرته ځاى پى ځاى کولو په اړه هم څرګندونې وكړې، خو ټينګار يې وكړ، تر هغې به په ياده سيمه کې د ضرب عضب عمليات روان وي، چې په بشپړه توګه د ترهګرو ځالې يې له منځه نه وي وړي.
په همدې حال کې هغه د شمالي وزيرستان ميرعلي ښار کې د يو ۱۱۰ بستريز روغتون پرانيسته هم وکړه. د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف وايي، په شمالي وزيرستان كې به يې عمليات د ترهګرو تر له منځه وړلو دوام وكړي.
نوموړي دا خبره پرون قبايلي سيمې شمالي وزيرستان ته د سفر په مهال وكړه.
راحيل شريف شمالي وزيرستان كې د بې ځايه شوو کډوالو د بېرته ځاى پى ځاى کولو په اړه هم څرګندونې وكړې، خو ټينګار يې وكړ، تر هغې به په ياده سيمه کې د ضرب عضب عمليات روان وي، چې په بشپړه توګه د ترهګرو ځالې يې له منځه نه وي وړي.
په همدې حال کې هغه د شمالي وزيرستان ميرعلي ښار کې د يو ۱۱۰ بستريز روغتون پرانيسته هم وکړه.
په قبايلي سيمو کې له تېر يو نيم کال راهيسې د وسله والو په ضد د پاکستاني پوځ عمليات روان دي، چې تر اوسه پکې د زرګونه وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا شوې ده.
پوځي چارواکو دغه راز ويلي، چې په دغو عملياتو کې نږدې پنځه سوه امنيتي سرتېري هم وژل شوي دي.


