له خپلې دندې د غور والي سیما جوینده لرې کول ولس ته یو لړ نوې اندېښنې راولاړې کړې او دا وېره يې خپره کړې چې زورواکي لا هم حکومت ګواښي او ښايي له نورو ستونزو سره يې هم مخ کړي. په هر حالت کې فشار ته غاړه ايښودل د یوه دولت د چارو شفافیت تر پوښتنې لاندې وړي.
د همدغو اندېښنو په لړ کې د شنبې په ورځ د غور په ولایت کې سلګونو نارینه او ښځینه لاریون کوونکو ویل چې حکومت د زورواکو د فشار په نتیجه کې يوه فعاله والي چې د خپلې دندې له پیله يې د زورواکي او فساد په وړاندې ولاړه وه له دندې لرې کړې ده. له خپلې دندې د غور والي سیما جوینده لرې کول ولس ته یو لړ نوې اندېښنې راولاړې کړې او دا وېره يې خپره کړې چې زورواکي لا هم حکومت ګواښي او ښايي له نورو ستونزو سره يې هم مخ کړي. په هر حالت کې فشار ته غاړه ايښودل د یوه دولت د چارو شفافیت تر پوښتنې لاندې وړي.
د همدغو اندېښنو په لړ کې د شنبې په ورځ د غور په ولایت کې سلګونو نارینه او ښځینه لاریون کوونکو ویل چې حکومت د زورواکو د فشار په نتیجه کې يوه فعاله والي چې د خپلې دندې له پیله يې د زورواکي او فساد په وړاندې ولاړه وه له دندې لرې کړې ده.
دا هغه خبره ده چې غور پخواني والي سیما جوینده له رسنیو سره شریکه کړې وه او ويلي وو چې سیمه ييز زورواکي په دې هڅه کې دي چې دا پر حکومت له خپلې دندې لرې کړي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په یوه لرې پرته سیمه کې چې د ځینو پخواني قوماندانانو او نامسووله وسله والو کسانو د زورواکۍ اندېښنه موجوده ده، په سلګونه تنه نارینه او ښځینه د یو ښځې والي له دندې د لرې کېدو په غبرګون کې پراخ لاریون کوي او دا کار د پرمختګ او ثبات په ګټه نه ګڼي.
د لاریون کوونکو ادعا داده چې د غور والي یوه ښځه وه او د فساد او زورواکۍ په وړاندې مبارزه کوله نو ځکه له دندې ګوښه کړای شوه. له دوی سره دا وېره مطرح ده چې ښايي تر دې وروسته زورواکي نور هم دې ولایت او ځینو نورو سیمو کې اوج ته ورسي او له فعالو والیانو د اساسي کار او د قانون د پلي کولو نوښت واخلي.
په دې لاریون کې د غور د پخوانۍ والي هڅې وستایل شوې او وویل شول چې نوموړې د سیمه ييزې ادارې په کچه یو شمېر لوړپوړي چارواکي د اداري فساد په جرم نیولي وو.
په چارو کې له صادقو چارواکو د جدیت، قانونیت او صداقت د ابتکار مخه هغه وخت نیول کېږي چې د هغوی رښتني هڅې په نظر کې ونه نیول شي. ډېری په دې نظر دي چې له یوې خوا له دندې د غور د والي لرې کول، زورواکو او نامسووله سیمه وسله والو ته دا جرئت بښي چې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره له هر جهت نه پر حکومت فشار رامنځته کړي، چې بیا د دغه ډول فشارونو په وړاندې د حکومت ضعیف عمل له نورو دولتي سیمه ييزو چارواکو څخه د ابتکار عمل له لاسه اخلي.
ولس ته د قناعت لپاره دا مهمه نه ده چې یو څوک دې له یوه ځایه بل ځای ته وظیفوي انتقال شي، بلکې دا ورته مهمه ده چې که وړتیا يې نه لرله هغه دې وویل شي او که لرله د لرې کېدو او د مقام د راټېټولو دلایل دې روښانه شي.
ویل کېږي همدا چې سیما جوینده د ولایت له مشرۍ لرې کړای شوه، د کابل ولایت مرستیاله وټاکل شوه.
کابل د افغانستان مرکز دی او تر نورو ولایتونو دلته د قانونیت تطبیق ډېر متصور وي، ښايي تر جوينده مخکې بل څوک د دې ولایت مرستیالي په غاړه درلوده، د هغه دنده څه شوه، په تېره چې هغه بیا د ازاد رقابت له لارې دا څوکۍ ګټلې وي؟
که حکومت دغو پوښتنو ته ځواب ونه لري، دا اندېښنه شته چې سیمه زورواکي د بیلابیلو فشارونو په واردولو سره حکومت او حکومتي چارواکي په لنډ مهال کې له زیاتو چلنجونو سره مخ کړي.


