د خوست ښار او اداري کمپلېکس ترمنځ غځېدلي سړک د جوړولو چارې نن سهار پيل شوې. د خوست ښاروال محمد بصیر وایي، یاد سړک د دولس سوه فامیليو عمومي سړک دی، چې په جوړېدو سره به یې اداري کمپلېکس، خوست ملکي روغتون له خوست ښاره سره وتړل شي.
د خوست ښار او اداري کمپلېکس ترمنځ غځېدلي سړک د جوړولو چارې نن سهار پيل شوې.
د خوست ښاروال محمد بصیر وایي، یاد سړک د دولس سوه فامیليو عمومي سړک دی، چې په جوړېدو سره به یې اداري کمپلېکس، خوست ملکي روغتون له خوست ښاره سره وتړل شي.
د ده په خبره، یاد سړک ۱۰۶۸ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، چې ټولټال پرې ۱۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په وینا یې، د جوړېدو چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي.
هغه زیاتوي، چې د دغه سړک مالي لګښت د ښاروالۍ له انکشافي بودیجې ورکول کېږي.
په ورته مهال د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د سړک جوړولو یاده پروژه یې د ښاري پراختیا له پروژو څخه ده، چې له مخې به یې یاد سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.
نوموړی زیاتوي، د یاد سړک په جوړولو سره به د خلکو هغه ستونزې حل شي، چې پخوا ورسره لاس او ګرېوان وو.
یاده دې وي، چې د خوست ښار ډېری سړکونه دا مهال بیارغونې ته اړتیا لري او د خوست ولایتي چارواکي وایي، چې د ښار د سړکونو د جوړولو چارې به ډېر ژر پیل شي.


