ترکيې ويلي، چې له عراقه به د خپلو سرتېرو ايستل پيل کړي.
ترکيه وروسته له هغې دغه ګام پورته کوي، چې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما له خپل تركي سيال رجب طيب اردوغان څخه غوښتي، چې په عراق کې د ترکي سرتېرو د دېره کېدو په اړه له بغداد سره شخړې ختمې کړي .
د عراق حکومت له تېرو څو ورځو راهيسې له ترکيې څخه غوښتنه کوله، چې په شمال کې له موصل ښار څخه خپل سرتېري وباسي . ترکيې ويلي، چې له عراقه به د خپلو سرتېرو ايستل پيل کړي.
ترکيه وروسته له هغې دغه ګام پورته کوي، چې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما له خپل تركي سيال رجب طيب اردوغان څخه غوښتي، چې په عراق کې د ترکي سرتېرو د دېره کېدو په اړه له بغداد سره شخړې ختمې کړي .
د عراق حکومت له تېرو څو ورځو راهيسې له ترکيې څخه غوښتنه کوله، چې په شمال کې له موصل ښار څخه خپل سرتېري وباسي .
وړاندې ترکي چارواکو ويلي و، چې د عراق له موصل ښار څخه به خپل پوځيان و نه باسي، خو ټينګار يې كړى و، چې نور ځواکونه به دغه هېواد ته نه استوي.
ترکيې ويلي و، چې موصل ته يې ځواکونه د کردي ملېشو په غوښتنه استولي دي.


