ads

تركيه كې د كښتۍ ډوبېدو پېښه، ۱۸ مړه

د ترکيې ايجين سمندرګي کې د غير قانوني کډوالو د بېړۍ ډوبېدو په تازه پېښه کې ۱۸ تنه مړه شوي دي.تركي رسنۍ وايي، اروپا ته د غير قانوني کډوالو يوه بېړۍ، چې ۳۲ کسان په كې سپاره وو، د ترکيې سواحلو ته نږدې بودرم سيمه کې ډوبه شوې، چې ۱۸ تنه په کې مړه شوي […]

نویسنده: TKG
29 لیندۍ 1394
تركيه كې د كښتۍ ډوبېدو پېښه، ۱۸ مړه

د ترکيې ايجين سمندرګي کې د غير قانوني کډوالو د بېړۍ ډوبېدو په تازه پېښه کې ۱۸ تنه مړه شوي دي.
تركي رسنۍ وايي، اروپا ته د غير قانوني کډوالو يوه بېړۍ، چې ۳۲ کسان په كې سپاره وو، د ترکيې سواحلو ته نږدې بودرم سيمه کې ډوبه شوې، چې ۱۸ تنه په کې مړه شوي او د پاتې نورو لټه روانه ده. د ترکيې ايجين سمندرګي کې د غير قانوني کډوالو د بېړۍ ډوبېدو په تازه پېښه کې ۱۸ تنه مړه شوي دي.
تركي رسنۍ وايي، اروپا ته د غير قانوني کډوالو يوه بېړۍ، چې ۳۲ کسان په كې سپاره وو، د ترکيې سواحلو ته نږدې بودرم سيمه کې ډوبه شوې، چې ۱۸ تنه په کې مړه شوي او د پاتې نورو لټه روانه ده.
ترکي سمندري ژغورنکې ډلې ويلي، چې په مړو شوو كسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو تر اوسه يې د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ترکيې او يونان سواحلو کې د غير قانوني کډوالو د لسګونو بېړيو ډوبېدو له كبله ځاني تلفات اوښتي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA