د افغانستان سوداګري جګړو ځپلې ده، د همدې جګړو له کبله ده چې واردات او صادرات دواړه يې له ستونزو او کمښتونو سره مخ دي. د سوداګرۍ د ځپل کېدو او همدا راز له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو تر وتلو وروسته اقتصادي ستونزې او بې روزګاري نور هم پسې زیاته شوې ده. خو په دې وروستیو کې د افغانستان د سوداګرۍ د پرمختګ په برخه کې مثبت خبرونه هم اورېدل کېږي.راپورونه ښيی افغانستان به په څو ورځو کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شي. افغانستان په ۲۰۰۴ کال کې په دغه سازمان کې د ناظر غړي په توګه ومنل شو. د افغانستان سوداګري جګړو ځپلې ده، د همدې جګړو له کبله ده چې واردات او صادرات دواړه يې له ستونزو او کمښتونو سره مخ دي. د سوداګرۍ د ځپل کېدو او همدا راز له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو تر وتلو وروسته اقتصادي ستونزې او بې روزګاري نور هم پسې زیاته شوې ده. خو په دې وروستیو کې د افغانستان د سوداګرۍ د پرمختګ په برخه کې مثبت خبرونه هم اورېدل کېږي.راپورونه ښيی افغانستان به په څو ورځو کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شي. افغانستان په ۲۰۰۴ کال کې په دغه سازمان کې د ناظر غړي په توګه ومنل شو.
د ډبليو ټي او، يا د سوداګرۍ د نړيوال سازمان عمومي رئيس رابرتو ازيفيدو رسنیو ته ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د کينيا په پايتخت نايروبي کې د دې ټولنې په عمومي غونډه کې د افغانستان د غړيتوب غوښتنه ومني او تصويب به يې کړي. هغه زياته کړې: ((دا خبر د افغانستان او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له پاره ډېر ګټور او خوشالوونکی دی.))
د سوداګرۍ وزارت پخوانی وياند او د اقتصادي چارو کارپوه وحيدالله غازي خېل هم د ډبليو ټي او په سازمان کې د افغانستان غړيتوب ارزښتمن بولي او وايي: ((په دې سره به په پاکستان کې د افغان سوداګرو ترانزيتي ستونزې اوارې شي او و به کولای شي چې خپله سوداګري په قانوني توګه او نړيوالو معيارونو سره سمه مخ ته يوسي.))
جمهور رئيس غني هم د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له پلاوي سره په دې وروستیو کې کتلي دي. جمهور رئيس ویلي چې جرمي اقتصاد د ازاد بازار د لارې خنډ دی. جمهور رئیس زیاته کړې، دوی هڅه کوي، افغانستان د سوداګرۍ نړيوال سازمان د غړيتوب له ترلاسه کولو مخکې د دې کار له پاره چمتو او په بشپړه توګه تيار کړي. په دې کتنه کې دواړو لوريو د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د افغانستان غړيتوب ته د زمينې جوړولو په اړه هم خبرې کړې دي. د سوداګرۍ د نړيوال سازمان پلاوي په ياده غونډه کې وويل چې په ياد سازمان کې د افغانستان غړيتوب د سوداګريزو اصلاحاتو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مرستندوى واقع کېدلى شي او له هېواده بهر افغانانو ته به په افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره کړي. جمهور رئيس غني له دغه پلاوي سره په کتنه کې وويل، مهمه ده چې د رقابتي او ازاد بازار له پاره په سمه توګه زمينه برابره شي. جمهور رئيس اشرف غني وویل: ((د سوداګرۍ په نړيوال سازمان يا (ډبلیو، ټي، او) کې به د افغانستان غړیتوب په هېواد کې دننه اقتصادي روان بهير ګړندی کړي، اقتصادي اصلاحات به راولي، دا غړيتوب د اصلاحاتو د راتلو له پاره يوه لاره ده او دا کار به د بازار د یوه داسې اغېزناک او کارنده اقتصاد له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي چې پانګه وال به پانګونې ته وهڅوي، خلکو ته به کارونه ورسره ډېر شي او افغانان به ورسره سوکاله شي.))
خو د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د افغانستان د غړيتوب په اړه د سوداګرۍ او صنايعو وزارت او د سوداګرۍ او صنايعو خونه بیا په يوه نظر نه دي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان په غړیتوب سره به په افغانستان کې مثبت بدلونونه راشي او دغه هدف ته رسېدل به د هېواد اقتصادي بهیر ګړندی او چټک کړي. خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه بیا دا غړیتوب د هېواد د صنعت په زیان بولي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې صنعتي مرستیال باز محمد باز وايي: ((د دې سازمان غړیتوب د هېواد صنعتي برخې ته زیان رسوي او صنعتګر له ستونزو سره مخامخ کوي او نور نو پانګه وال پانګه اچونې ته زړه نه ښه کوي. دا ځکه چې د هېواد توليدات تر اوسه معياري او د نړیوالې سوداګرۍ وړ نه دي، لومړی بايد د تولیداتو او محصولاتو کيفيت لوړ کړل شي او وروسته دې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړيتوب واخستل شي.))
د دغه خونې د نړېوالو اړیکو رئیس اذرخش حافظي بیا وړاندیز کوي چې افغان حکومت باید په دغه سازمان کې د غړیتوب له حق څخه د ګټې اخستنې له پاره خپلې اساسي اقتصادي کرښې مشخصې کړي او په بشپړ تیاري سره دغه غړیتوب ته ور ودانګي، که تياری ونه لري؛ نو د ګټې پر ځای به زيان وکړو: ((د نړيوالې سوداګرۍ د سازمان غړیتوب یو امتیاز دی؛ هیله من یم چې افغانستان وکولای شي؛ د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د حقونو يو غړی شي او دغه شان یو کافي، ملي تیاری موجود وي چې له دغه حق څخه د خپل اقتصادي او سوداګریز پرمختګ له پاره کار واخلي.))
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب پلوی دی، وايي چې د روان میلادي کال د ډسمبر تر پایه به افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شي: (( دا کار د افغانستان د اقتصاد له پاره ډېر با ارزښته دی، د دې غړیتوب په تر لاسه کولو سره به کورني تولیدات او پانګه اچونه پرمختګ وکړي.))
په همدې اړوند یو شمېر کارپوهان افغانستان تر ډېره یو مصرفي هېواد بولي، هغه داسې چې تولیدات او صادرات یې د نورو هېوادونو په پرتله لږ دي. د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد اکبر ټینګار کوي، مخکې تر دې چې افغانستان د دې سازمان غړی شي بايد له فساد سره جدي مبارزه وکړي او د فساد رېښې له منځه يوسي او څو نور مهم ټکي هم دي چې تر غړيتوب مخکې باید ورته پام وشي:((د دې له پاره چې افغانستان نړېوال اقتصادي غړیتوب ترلاسه کړي، بايد داسې تګلارې په پام کې ونيسي چې خپل توليدات نه يوازې د کميت، بلکې د کيفيت له مخې هم و ارزوي او د پرمختيا له پاره يې بايد لازم کارونه وکړي، کيفيت يې لوړ کړي او صادراتي زیربنا هم پياوړې شي.)) ښاغلی اکبر دغه شان ټینګار کوي چې د دغه مسئلو تر څنګ باید د نورم او سټنډرډ مسئلې ته هم پام وشي او د هغو افغان محصولاتو کیفیت چې بهر ته، صادرېږي لوړ کړي.
د کابل په فاضل بېګ سيمه کې د تازه مېوې او مڼو د سرای يو تن دوکاندار غفار وايي چې د افغاني مېوو او توليداتو پروسس کمزوری دی: ((زموږ مېوې او توليدات ښه کيفيت لري، خو د پروسس او سوداګرۍ انتظام يې ډېر کمزوری دی، که زموږ د ټولو تولیداتو پروسس د وردګو ولايت د مڼو په څېر وي، فکر نه کوم چې د نړيوالې سوداګرۍ د سازمان غړيتوب دې زموږ په ګټه وي، دلته چې موږ ته مڼې راځي ټولې يې په باغونو کې په پلاستيکي کڅوړو کې اچول شوې وي چې تر کابله يې ډېری خرابېږي، دا که بهر ته په همدې ډول صادروو؛ نو د ګټې پر ځای به مو زيان کړی وي او نړيوال به يې هم په دې ډول ونه مني.)) د هغه په نظر د سوداګرۍ وزارت او د سوداګرۍ او صنعتکارانو خونې ته پکار ده چې د مېوو پروسس او بسته بندۍ ته پام وکړي او د خپلو تولیدي محصولاتو کیفیت لوړ کړي، تر څو د رقابت جوګه وي.
په کابل کې د شاداب ظفر بلاکونو ته څېرمه د غاليو یو دوکاندار حاجي رحمت الله اندړ بیا وايي چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب به د دې سبب شي چې افغان حکومت پر اصولو او قوانینو ولاړ حرکتونه وکړي. هغه وايي: (( په دې غړیتوب سره به د سوداګرۍ نړیوال ملاتړي ومومو، داسې ملاتړي چې د قانون په رڼا کې به چلند کوي او دا به د دې سبب شي چې زموږ د تولیداتو کیفیت لوړ شي او هم د قوانینو او نړیوالو معیارونو تابع وګرځو.))
د حاجي رحمت الله اندړ په خبره، که چېرې په تېره موده کې د افغان سوداګرۍ چارې تر ډېرې په اصولو او قوانینو ولاړې وای؛ نو هېڅکله به د افغان غالیو د زحمت ګټه د پاکستان جیبونو ته نه لوېدله: (( دا اوس قالينې زموږ، زحمت افغانان پرې تېروي، خو دا چې دلته قوانين نشته، د سوداګرۍ نړيوال ملاتړ نه لرو، زموږ د ارزښت وړ قالينې او ډېر نور توکي د پاکستان په نوم بهر ته وړل کېږي او هلته زموږ وياړ د پاکستان وياړ کېږي. نو موږ ډېر خوشاله يو چې سوداګري مو نړيوال ملاتړ پيداکړي.))
د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې ټول ټال ۱۶۴ هېوادونه غړیتوب لري چې د سوداګرۍ د نړیوالو قوانینو تنظیم او د غړیو هېوادونو د سوداګریزو ستونزو اورېدل یې د کارونو مهمې برخې دي.
افغان حکومت په داسې وخت کې د سوداګرۍ په نړېوال سازمان کې د غړیتوب تر لاسه کولو له پاره هڅې پيل کړې چې په هېواد کې لا هم نا امنۍ موجودې دي او یو شمېر پانګه وال له وېرې خپلې پانګې وباسي. له بلې خوا په افغان دولت داسې نيوکې هم کېږي چې د نړيوالې ټولنې له بې شمېره مرستو سره سره، لا هم افغانان په اقتصادي برخه کې په ځان بسيا نه دي او تر ډېره د اړتيا وړ خوراکي او نور توکي له بهره واردوي. بل خوا لیدل کېږي چې د افغانستان د اقتصاد ډېره برخه لاهم د کوکنارو پر تولید او قاچاق ولاړه ده.


