په پاکستان کې د اعدامونو لړۍ په ترڅ کې نن سهار وختي په دوو نورو کسانو د اعدام حکم تطبيق کړاى شو.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې دوه کسان نن سهار د پنجاب ايالت ساهيوال زندان کې په دار وځړول شول، خو د يو بل تن د اعدام سزا وځنډول شوه.
دواړه اعدام شوي کسان د قتل په بېلابېلو قضييو کې په لاس لرلو مجرم پېژندل شوي وو.
بلخوا په وهاړي زندان کې د يو مجرم د اعدام سزا وروسته له هغې ودرول شوه، چې د قاتل او مقتول د کورنيو تر منځ روغه وشوه.

په پاکستان کې د پېښور پر پوځي ښوونځي تر بريد وروسته د يو شمېر قوانينو په تعديل سره د اعدام لړۍ له سره پيل شوې، چې يوازې په تېرو درېيو اونيو کې لسګونه کسان اعدام شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ