ads

هند د هايدروجني وسلو جوړونې ته نږدې شوى

رپوټونه وايي، چې هند غواړي د خپلې دفاعي برخې پياوړتيا په هدف هايډروجني وسلې جوړې کړي.دغه انکشافات د امريکا فارن پاليسي مجلې کې خپاره شوي دي.دې مجلې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې له ۲۰۱۲ کال راهيسې د هند په کرناټکا سيمه کې د اټومي بمونو جوړولو تر ټولو لويه نظامي فابريكه کې هندي […]

نویسنده: TKG
28 لیندۍ 1394
هند د هايدروجني وسلو جوړونې ته نږدې شوى

رپوټونه وايي، چې هند غواړي د خپلې دفاعي برخې پياوړتيا په هدف هايډروجني وسلې جوړې کړي.
دغه انکشافات د امريکا فارن پاليسي مجلې کې خپاره شوي دي.
دې مجلې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې له ۲۰۱۲ کال راهيسې د هند په کرناټکا سيمه کې د اټومي بمونو جوړولو تر ټولو لويه نظامي فابريكه کې هندي ساينس دانانو په هايډروجني بم جوړولو لاس پورې کړى، چې ټاکل شوې تر ۲۰۱۷ کال پورې بشپړ شي. رپوټونه وايي، چې هند غواړي د خپلې دفاعي برخې پياوړتيا په هدف هايډروجني وسلې جوړې کړي.
دغه انکشافات د امريکا فارن پاليسي مجلې کې خپاره شوي دي.
دې مجلې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې له ۲۰۱۲ کال راهيسې د هند په کرناټکا سيمه کې د اټومي بمونو جوړولو تر ټولو لويه نظامي فابريكه کې هندي ساينس دانانو په هايډروجني بم جوړولو لاس پورې کړى، چې ټاکل شوې تر ۲۰۱۷ کال پورې بشپړ شي.
په دغه رپوټ کې د کارپوهانو له قوله راغلي، د هند لويې وچې دا تر ټولو لويه اټومي بټۍ بلل کېږي، چې په ترڅ کې به يې په زياته پيمانه يورانيم تر لاسه او په هايډروجني بم کې به ور څخه ګټه پورته شي.
په رپوټ کې زياته شوې، چې د دغې اټومي بټۍ کنټرول به د هند لومړى وزير کوي.
يو شمېر کارپوهانو خبردارى ورکړى، چې د هند په دې پرمختګ سره به چين او پاکستان تر ستر ګواښ لاندې ونيول شي.
فارن پاليسي مجلې ويلي، چې د هايډروجني بم جوړولو دغه هڅه له عامو خلکو او د اټومي انرژۍ له سازمان  څخه پټه ساتل شوې ده.
په جنوبي آسيا کې هند او پاکستان دوه سيال اټوم لرونکي هېوادونه دي، چې د کال نوي فيصده بوديجه په دفاعي تجهيزاتو لګوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA