ads

غني: د افغان ځواكونو سرښندې له لاسه نه وركوو

جمهور رئيس محمد اشرف غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکوي، چې د جګړې په ډګر کې د د دوی سرښندنې او لاسته راوړنې به د سیاست په ډګر کې له لاسه ورنه کړي.جمهور رئيس غني چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوې ودانۍ […]

نویسنده: TKG
28 لیندۍ 1394
غني: د افغان ځواكونو سرښندې له لاسه نه وركوو

جمهور رئيس محمد اشرف غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکوي، چې د جګړې په ډګر کې د د دوی سرښندنې او لاسته راوړنې به د سیاست په ډګر کې له لاسه ورنه کړي.
جمهور رئيس غني چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوې ودانۍ په پرانیست غونډه کې وینا کوله وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې هېواد د امنیت او ثبات لپاره ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي، چې د هغه په خبره دا لاسته راوړنې به یې له پامه ونه غورځیږي جمهور رئيس محمد اشرف غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکوي، چې د جګړې په ډګر کې د د دوی سرښندنې او لاسته راوړنې به د سیاست په ډګر کې له لاسه ورنه کړي.
جمهور رئيس غني چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوې ودانۍ په پرانیست غونډه کې وینا کوله وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې هېواد د امنیت او ثبات لپاره ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي، چې د هغه په خبره دا لاسته راوړنې به یې له پامه ونه غورځیږي: (( يوه شيبه به زموږ امنيتي او دفاعي ځواكونه غفلت نه ونه كړي، زه ټولو امنيتي او دفاعي ځواكونو ته اطمينان وركوم چې هېڅ ډول د سولې پروسه به نه وي چې په هغې كې د مسلكي توب او د امنيتي او دفاعي ځواكونو استقلال خوندي شوى نه وي، بايد ټول باوري واوسو، هغه څه چې زموږ امنيتي ځواكونو د سر په قربانۍ لاسته راوړي، د سياست په ډګر كې به زموږ له لاسه ونه وځي.))
جمهور رئيس اشرف غني همداشان په خپلو خبرو کې د سولې راوستل هم د هېواد د اوسېدونکو یوه هیله وبلله، خو وايي روانه جګړه نه د افغانانو ده او نه دې ته لېواله دي چې ورته ادامه ورکړي: (( سوله د ا فغانستان د ټولو خلكو غوښتنه ده، خو موږ جنګ نه دى پيل كړى نه هم جنګ ته دوام وركوو، تحميل شوى جنګ پر موږ راتپل شوى او موږ په ټول قوت له دې خاورې او د اسلام د مبين دين له ارزښتونو دفاع كوو، موږ په حقه يوو، زموږ اساسي قانون هغه موهبه ده چې د افغانستان خلك پرې وياړي ځكه تر دې غوره اساسي قانون چې پر اسلامي اساساتو ولاړ وي څوك دې يې ماته ثابت كړي چې په سيمه كې موجود وي؟ سولې ته هيله مند يوو، خپلې ټولې هلې ځلې ورته كوو، مګر د  افغانستان د ثبات د خونديتوب لپاره بشپړه تياري بايد ولرو.))
جمهور رئيس غني دغه راز نړیوال له ترهګرۍ څخه پیښېدونکو ګواښونو ته په متوجې کولو سره وايي، تر څو چې له دې بدې پدیدې سره دوامداره مبارزه ونه شي، نو د نوموړي په ټکو نه به افغانستان او نه به یې ملاتړي هېوادونه په امن کې پاتې شي: (( نن زموږ مشاركت پر اساسي ګټو باندې استوار دى او دوه شريكه يو بل سره په دوامداره توګه كار كوي او  هېڅ وخت به داسې مسئله نه وي چې شك و ترديد پيدا كړي، ځكه د ترهګرۍ شومه پديده چې لرې شوې نه وي نه به موږ په امن كې واوسو نه زموږ همكاران.))
د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي هم چې په یاده غونډه کې یې خبرې کولې وویل، د نړیوالو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو مرستو په سیمه او نړۍ کې د افغانستان ارزښت لانور هم ډېر کړی دی دا په داسې حالکې ده چې د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ پرانیستل شوه، نوموړې ودانۍ په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د امریکا متحده آیالاتو له خوا د ۲ سوه او لس ملیونه ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې د چارواکو د معلوماتو له مخې د دې وزارت د پخوانۍ ودانۍ ۶ برابره پراخه ده: ((د كورنيو چارو وزارت نوې قرارګاه د امريكا د متحده ايالاتو په ۲۱۰ مليونه ډالره مرسته يې كار پيل شوى چې تر اوسه يې ۹۰ فيصده كار بشپړ شوى، ۲۹ تعميرونه لري، ۱۲ تعميرونه يې اداري دي، يو لوى تعمير يې د سوق او ادارې لپاره دى.))
دا په داسې حال کې ده چې ډېر شمر خلک په له ګڼه ګوڼې څخه ډکو ځایونو کې د دولتي ودانیو له جوړېدو څخه شکایت لري، تمه کېږي چې د ښار له منځه نوې ودانۍ ته د کورنیو چارو وزارت کډه کېدل به د ښار ګڼه ګوڼه لږه او هغه سړک چې د دې وزارت په موجودیت کې د خلکو پر مخ تړل شوی و، پرانیستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA